په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن د افغان دولت د مرکچي پلاوي ځينې غړي د مذاکراتو د بیا پیل په موخه دوحې ته سفر وکړي او په نیږدې راتلونکې کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه تمې ډېرې شوي، خو د طالبانو د مشر د نه شتون په اړه څرګندونې به د سولې پر پروسې څه اغېز ونه لري.

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب څو ورځې وړاندې ویلی و، د طالبانو مشر ملا هیبت‌الله له ډېرې مودې راهیسې لادرکه دی او ښایي مړ شوی وي.

د چارو شنونکی محمود حیدري وایې، د طالبانو مشر ۲ کاله وړاندې هغه مهال چې دوحه کې د سولې خبری پیلېدې او ده د خبرو د پیل په اړه مخالفت څرګند کړی و، نو د پاکستان لخوا کوټه کې د خپل کور تر څنګ په یوه جومات کې له دوو نورو کسانو سره چاودنه کې ټپي شوي وو چې وروسته یې بیا په روغتون کې ساه ورکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حیدري زیاتوي، د هغه شتون او نه‌شتون د سولې پر خبرو کومه اغیزه نه‌لري، ځکه د هغه په وینا چې هرڅه د پاکستان آی‌اس‌آی لخوا اداره کېږی او طالبان هر څه د هغوی په امر ترسره کوي.

هغه وایي: «هرڅه چې د پاکستان ای‌اس‌ای ورته وایي، طالبان هغه کار مخ ته بیایي. دا روښانه خبره ده چې دوی تر ډېر سخت فشار لاندې دي، کومې پرېکړې چې دوی کوي او دوحه کې هم امریکا ډېر امتیازات ورکړي او پاکستان هم ډېر پرې خوشحاله دی.»

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی محمد حسن حقیار سره له دې چې د طالبانو د مشر د مرګ مسله ردوی، وايي چې د هیبت‌الله مړینه یا ژوندی پاتې کېدل، د دغې ډلې پر سیاست او جګړه کوم منفي یا مثبت اغېز نه ‌لري.

د هغه په خبره، کوم کسان چې د طالبانو د مشر مړینې ته تبلیغ کوی، غواړي د سولې پروسې ته خنډ جوړ کړي. نوموړي وویل: «د ده مرګ او ژوند د افغانستان په قضایاو او نه په جنګي او سیاسي روحیه او نه د سولې پر پروسه، په هېڅ اړخ هېڅ اغېز نه لري، طبعي خبره ده چې د یو مشر فزیکي حذف تاثیر کوي، خو دومره  اغېز نه چې هر څه له منځه یوسي.»



له دې سره هم‌مهاله طالبانو تل ځان خپلواکه بللی او دا څرګندونې یې رد کړي چې د پاکستان په امر کار کوي.

دغې ډلې تېره ورځ د خپل مشر ملاهیبت‌الله د مړینې خبر هم رد کړی دی.

دا څرګندونې په داسی مهال دي چې څو کاله وړاندې هم په ناببره توګه د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر د مړینې راپورونه خپاره شول چې ډېر ځلې رد شوي وو، خو وروسته طالبانو هم د هغه مړینه تایید کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام