په کوچني اختر کې د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ د نښتو خبرونه ورکړل شوي چې دواړه لوري یو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.
د هلمند، ننګرهار، کندهار، بغلان، میدان وردګ، هرات، فاریاب او لغمان ولایتونو مسوولان وایي چې د دغو ولایتونو پر یوشمېر ولسوالیو او مرکزونو د وسلهوالو طالبانو له لوري بریدونه پر شا تمبول شوي او دې ډلې ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د ملي دفاع وزارت مسوولان وایي، د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي او د بغلان په ګډون یې په یوشمېر ولایتونو کې د وسلهوالو تر ولکې لاندې سیمې بېرته نیولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان سلاموطندار ته ویلي چې په یوشمېر ولایتونو کې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې د دوی ځمکني او هوایي عملیات روان دي چې په بغلان ولایت کې د طالب ډلې د مهمو غړیو په ګډون یې د طالبانو ۳۵ غړي وژلي دي. د دفاع وزارت د مرستیال ویاند په وینا، امنیتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې عملیات پراخ کړي چې ورسره د دې ډلې روحیه هم کمزورې شوې ده.
په ورته مهال نوموړی وایي، په بغلان، کندوز او هلمند ولایتونو کې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات روان دي او په بغلان ولایت کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د هغه په وینا، افغان ځواکونه اوس د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د پرمختګ په حال کې دي.
د دفاع وزارت ویاند زیاتوي، په هلمند ولایت کې ۱۲، په ننګرهار کې ۱۱ او په کندهار کې هم ۷ وسلهوال وژل شوي او دوه نور تپیان دي.
په همدې حال کې له اوربند وروسته د جګړو او تاوتریخوالي زیاتېدل هېوادوال اندېښمن کړي او د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې له هرې ممکنې لارې دې روانه جګړه ودروي.
- محب: د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د طالبانو بریدونه ډېر شوي
- په درې ولایتونو کې د طالبانو بریدونه؛ ۱۱ سرتېري وژل شوي
- کندوز او بغلان کې د طالبانو بریدونه؛ ۱۸ کسان وژل شوي
روحالله او ظاهر وایي، وسلهوالو طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي چې ورسره دوی د هېواد روان بحراني وضعیت اندېښمن کړي دي. دوی وایي، هېواد په یوه ناسم وضعیت کې دی او له دغه کړکېچ څخه د وتلو او د ملکي وګړو د وژنې مخنیوي لپاره باید حکومت اړین ګامونه پورته کړي.
د دوی په وینا، خلک د سولې تږي دي او حکومت باید د امنیت ټینګښت لپاره اړین ګامونه اوچت کړي.
بلهخوا د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې یې له ځانه دفاع کړې او په یوشمېر ولایتونو کې یې ورته مرګژوبله هم اړولې ده.