د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د مسکو په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناامنیو دوام د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي او سیمه ګواښي.
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له لوري په رسمي ډول پرانېستل شوه. سپوټنیک خبري اژانس خبر ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې ټینګار کړی چې خبرې اترې او جوړجاړی په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یواځینۍ لاره ده.
لاوروف دا چې په دوحه کې د سیاسي بهیر پیل بېپایلې و، خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې هر ډول ځنډ نور د زغملو نه دی. نوموړي هیله ښودلې چې په دوحه کې د افغان سولې روانې خبرې به د افغانستان د قضیې حل په برخه کې مرسته وکړي.
هغه ټینګار کړی، که اړتیا وي، مسکو کولای شي د بینالافغاني خبرواترو کوربهتوب وکړي. سرګي لاوروف د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د پسرلي او اوړي په را رسېدو سره په معمول ډول جګړه او ناامني ډېرېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، افغانستان باید د سولې داسې هوکړه وکړي چې د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي، څو ټول قومي-سیاسي ځواک په بر کې ونیسي او د پرمختګ لامل شي.
لاوروف د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د ورته شرایطو برابرولو او سولې راتلو لپاره خپل رول ولوبوي. هغه له امریکا او طالب ډلې هم غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
د یادونې ده چې د مسکو غونډه د پاکستان په ګډون، د امریکا، چین او روسیې له لوري په مسکو کې د روسیې په کوربهتوب جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د ملي روغې جوړې شورا عبدالله عبدالله، حامد کرزي، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، محمدکریم خلیلي، میررحمان رحماني، محمدعلم اېزدیار، محمدمعصوم ستانکزی، حبیبیې سرابي، متین بېک، سیدسعادت منصور نادري او احمدنادر نادري د افغانستان په استازولۍ ګډون کړی و.
طالب ډلې هم دې غونډې ته د ملاعبدالغني برادر په مشري یو پلاوی ټاکلی و. ټاکل شوې په مسکو کې د دې غونډې په دوام د افغان دولت او طالب ډلې پلاوي هم سره وګوري.