د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر له چاودنې نه چې د دغه بانک د عامه اړیکو سلاکار او طلوع‌نیوز پخوانی ویاند له خپلو دوو همکارانو سره په‌کې ووژل شو، ۱۹ ورځې تېرېږي، خو لا هم د پېښې قربانیانو او خلکو ته په دې اړه لازم وضاحت نه دی ورکړل شوی.

اوس د ولسي جرګې یو پلاوی چې د افغانستان بانک د کارکونکوو په موټر کې د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو د پټو اړخونو څېړلو او د څرنګوالي مسوولیت لري وايي، تازه ورته خبرداری ورکړل شوی چې په دغې قضیې پسې و نه ګرځي.

د ولسي جرګې غړې او د دغه پلاوي مشره نظیفه ذکي وايي، تر دې وروسته ورته د افغانستان بانک تصویري غږونه هم ورته د باور وړ نه دي.

د نوموړې په وینا، که څه هم ورته ویل شوي چې دا موضوع پرېږدي او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، په زیاتوي چې دا ډول خبرداری به یې هېڅکله د کار مخه و نه نیسي او تر هغې یې چې د دې پېښې پټ اړخونه نه وي برملا کړي، خپل کار ته به دوام ورکړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د ټاکل شوي پلاوي په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د چاودنې پېښې په تړاو د کورنیو وزارت دوه پلاوي کار کوي.

په دغه راپور کې د کورنیو چارو وزارت د پلاوي له قوله ویل شوي، یاد پلاوي هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې تر اوسه د موټر له ځانګړنو پرته ورسره د بانک له لوري نور معلومات نه دي شریک شوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې چاودېدونکي توکي څنګه او چېرته په موټر کې ځای پر ځای شوي وو. همدارنګه، د افغانستان بانک د امنیتي کامرو غږیز تصویرونه او د موټر د جي‌پي‌ایس دستګاه اړوند معلومات هم تر اوسه نه دي خپاره شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام