له یوې خوا هېواد کې د سړو او یخنۍ فصل را رسېدلی او بله خوا د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې هم روانې دي، خو طالبانو دغو دواړو حالاتو ته پام نه دی کړی او په ګڼو ولایتونو کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

د راپورنو پر بنسټ دغو جګړو کې ۷۵ امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي او دغه راز ۱۰۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري وايي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې طالبانو د کرخ ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پيل کړي او لاهم دوام لري.

طاهري زیاتوي، په وروستیو څو ورځو کې د هرات غوریان او پښتون زرغون ولسوالۍ هم د طالبانو د بریدونو کوربه دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم پر یادو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه مني خو وايي، د طالب وسله‌والو دغه بریدونه په شا شوي دي.

تېره ورځ د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین او دښت‌کلا ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونو له کبله د درېیو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

دغه راز، طالبانو د جوزجان ولایت په مرکز او فیض اباد ولسوالۍ کې هم د بریدونو له کبله څلور امنیتي ځواکونه وژلي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړی شیرمحمد نور وايي، د حکومت مرکزي او محلي ادارې د جوزجان او په ځانګړې توګه فیض اباد ولسوالۍ په امنیت ساتلو کې پاتې راغلي.

له بلې خوا، د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د هوايي ځواکونو یوه برید کې ۹ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

کندوز ولایت هم د طالبانو له بریدونو نه په امان کې نه دی.

طالبانو د جمعې په ورځ له څو خواوو د کندوز علي‌اباد ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستې برید کړی او دغه پوسته یې نیولې ده.

ومو غوښتل راپور کې د دفاع وزارت مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو پرله‌پسې اړیکو سربېره بریالي نه شوو.

د قطر دوحې کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو دوام سره هم‌مهاله، بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه، پروان، پکتیا، هلمند، فاریاب، نیمروز، غور، هلمند او کندهار کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن تازه له طالبانو غوښتي چې هلمند کې خپل بریدونه ودروي او د ټول هېواد په کچه تاوتریخوالي کم کړي.

د ویلسن په وینا، د طالبانو وروستي تاوتریخوالي د دوحې د سولې هوکړې خلاف دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام