د سوېل ختیځ زون  په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د بېګانۍ زلزلې له ۲۹۵ کسان مړه شوي او نږدې ۶۰۰ کسان ټپیان شوې دي.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، د پکتیکا نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو کې د شوې زلزلې له امله ۲۵۵ کسان مړه شوي او څه باندې ۵۰۰ کسان ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال باختر خبري اژانس ویلي چې د شوې زلزلې له امله د خوست د سپیرې ولسوالي په افغان دوبۍ سیمه کې ۴۰ کسان مړه شوي او ۹۵ نور ټپيان شوې دي.

 په همدې حال کې د خوست او پکتیکا ولایتونو ځايي چارواکي وايي چې د زلزلې له امله ځپل شویو سیمو ته روغتیايي او مرستندویه ډلې استول شوې دي.

په ورته مهال د اسلامي امارت سرپرست حکومت له نړیوالو بنسټونو غوښتي دي چې د خاورو او ویجاړو شویو کورونو څخه د خلکو د رایستلو په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

سرپرست حکومت همداراز ویلي چې پکتیکا او خوست ولایتونو ته یې د مرستندویه ډلې او چورلک لېږلي او دا مهال د مړیو او ټپیانو په را ایستلو لګیا دي. دوی همداراز ویلي چې د مرستندویه ډلو له لوري روغتون ته د ټپیان لېږد روان دی.

د امریکا د جیولوژي اداره وایي ‌چې د چهار شنبې په لومړنیو ساعتونو کې د ریکټر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان یو‌شمېر سیمې ولړزولې.

دا اداره زیاتوي چې زلزله د خوست ښار په شاوخوا ۴۴ کیلومتري کې د ځمکې په ۵۱ کیلومتره ژورتیا کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

راپورونه وایي زلزله د افغانستان او پاکستان په شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره ساحه کې احساس شوې ده.  په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمیر کسانو په وینا، دا زلزله په کابل او اسلام آباد کې هم خلکو احساس کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام