د روزګان په ګېزاب ولسوالي کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی پُل ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د روزګان د ټولګټو رییس مولوي ادم خان نعماني وایي، دغه پُل ۱۱۰ متره اوږدوالی او ۹.۴ متره پلنوالی لري او په وینا یې، د دې پروژې بشپړېدل، د دواړو ولایتونو لپاره یو مهم پرمختګ دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نعماني زیاته کړه چې له اوږدې مودې راهیسې د خلکو له لوري د دې پُل د جوړېدو غوښتنه کېده.
نوموړي وویل: «تېرکال دا پروژه د ټولګټو وزارت لهخوا په قرارداد ورکړل شوه. د دې پله د جوړېدو لپاره ۲۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې. نن دا پل خلکو ته سپارل کېږي او موږ یې د ګټېاخیستنې لپاره ډېر خوښ یوو.»
بلخوا د ګېزاب ولسوال مولوي امیرحمزه حنفي بیا وایي، پخوا د دې پُل نشتوالي په دلیل خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې په ځینو مواردو کې ان خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وویل: «د دې پله نشتون د ګڼو ستونزو لامل و. د لرګیو پخوانی پل خراب شوی و او څو ځله پېښې رامنځته شوې. په یوه پېښه کې د موټر د لوېدو له امله ۸ کسان مړه شول. اوس خلک له دې غمیزو خلاص شول.»
د سیمې اوسېدونکي هم د دې پل پر جوړېدو خوښي څرګندوي. د ګېزاب ولسوالي یو اوسېدونکی حضرت ولي وایي: «پخوا به خلک د لرګیو له پله څخه تېرېدل چې ډېر زیانونه یې لرل. هره ورځ به خلک د اوبو په سېلاب کې لوېدل. د دې نوي پله پر جوړېدو سره موږ ډېر خوشحاله یو.»
د روزګان او دایکندي ولایتونو ترمنځ د هلمند پر سیند نوی جوړ شوی پل، نه یوازې د دواړو ولایتونو اوسېدونکو ته د تګراتګ اسانتیاوې برابروي، سیمه کې د پرمختګ یوه بېلګه هم ده.
د یاد ولایت اوسېدونکي همداراز له دولت څخه غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې د ولسي وګړو ورته نورې اړتیاوې هم برابرې کړي.