د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په یوه وینا کې ویلي چې دغې ټولنې ته له افغانستانه د زیانمنو خبریالانو لسګونه غوښتنلیکونه رسېدلي دي. دې ټولنې د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د زیانمنو افغان خبریالانو د را اېستلو لپاره ځانګړې طرحه جوړه او هغوی ته د راوتلو اسانتیاوې برابرې کړي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په وینا کې لیکل شوي چې امریکا یوازې د خپلو وګړو په غم کې ده او ټول تمرکز یې د خپلو وګړو او افغان همکارانو پر را اېستلو ور ټول دی چې دغه کار الوتکې ته د زیانمنو کسانو او خبریالانو د لاسرسي مخه ډب کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې ټولنې څو ورځې مخکې هم پر خپل ټویټر لیکلي و چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې خبریالان او د هغوی کورنۍ ګواښلې دي.

د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ټولنې یا یونیسکو هم پرون وویل چې په افغانستان کې باید د خبریالانو او بیان ازادي خوندي شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا پرون پر خپل ټویټر لیکلي و چې په کابل کې یې د رسنیو ستونزو ته د رسېدو په موخه درې‌کسیزه کمېټه جوړه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام