د افغانستان د موسیقي انسټېټیوټ نن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې ستاینې په موخه هغوی ته هغه دوه حماسي سندرې ډالۍ کړې چې تازه د دغه انسټېټیوټ له لوري جوړې شوې دي.
د افغانستان د موسیقي انسټېټیوڼ رییس احمدناصر سرمست وايي، افغانان له دغو دوو حماسي سندرو سره اشنا دي او تازه د قنبرعلي نوشاد په مشري د ارکسټر سمفوني ډلې له لوري بیا ویل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سرمست وايي، د افغانستان د موسیقي ملي انسټېټیوټ په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ درېدل خپل مسوولیت بولي او غواړي د حماسي سندرو په ډالۍ کولو سره ورته د مبارزې په ډګر کې انګېزه ورکړي.
- جوزجان کې د طالبانو پر وړاندې مبارزې ته ښځې راوتلي
- فاریاب کې له طالبانو د کارکوونکو وېره؛ د اقینې بندر چارې په ټپه ولاړې دي
- تخار کې د طالبانو تازه بندیز؛ د فوټبال لوبغاړي باید جامې واغوندي، طالبان یې نه مني
- فاریاب کې د طالبانو بندیزونه؛ ښځې دې ودونو ته نه ځي او چپلکې دې نه پر پښو کوي
په همدې حال کې د ولسمشر د عامه او سټراټېژيکو اړیکو د ادارې رییس وحید عمر په دې غونډه کې وویل، حماسي سندرې په اوسني وضعیت کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د انګېزې ورکولو کې مهم رول لوبوي. د هغه په خبره، افغاني ټولنه اوس له ظلم، تاوتریخوالي او کړاوونو سره مخ ده او انګېزه ورکولو ته اړتیا لري.
د استاد ګل زمان «اې سربازه یاره» سندره چې کلونه وړاندې د افغان سندرغاړې بختزمینې له خوا ویل شوې او دغه راز «په مینه د وطن» سندره چې سلیم سرمست کلونه پخوا جوړه کړې او استاد مهوش ویلې، هغه دوه حماسي سندرې دي چې نن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډالۍ شوې.
د افغانستان د موسیقي انسټېټیوټ داسې مهال افغان ځواکونو ته دوه حماسي سندرې وړاندې کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ سختې جګړې روانې دي.