د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د مشرانو او سنا جرګو غړو ته یوه لیک کې ویلي، غواړي د «غير ناټو عمده متحد» په توګه د افغانستان دریځ لغوه کړي.

دغه لیک کې چې تېره ورځ (چهارشنبه، د روانې سرطان میاشتې په پنځلسمه) کانګرس ته استول شوی او سپينې ماڼۍ خپور کړی، جوبایډن ویلي: «غواړم د دې په اړه تاسو ته معلومات درکړم چې هوډ لرم د غیرناټو عمده متحد په توګه د افغانستان دریځ یا موقف لغوه کړم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ۲۰۱۲ میلادي کال کې افغانستان د متحده ایالتونو د غيرناټو عمده متحد په توګه اعلان کړ چې له مخې يې د کابل او واشنګټن لپاره د اقتصادي او دفاعي اړیکو حفظ په موخه زمینه برابره شوه.

کوم هېوادونه چې دغه دریځ لري په دفاعي او امنيتي برخو کې ځينې امتيازات ترلاسه کوي، خو د ناټو سازمان د غړو هېوادونو په څېر، هېڅ امنیتي ژمنو او دفاعي تضمین ته ژمن نه‌دي.

د افغانستان لپاره د دغه دریځ له لغوه کېدو وروسته به، د امریکا د غیرناټو عمده متحد په توګه ۱۸ هېوادونو کې ارجنټاین، اسټرالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر، اسراییل، جاپان، اردن، کویټ، مراکش، نیوزیلنډ، پاکستان، فلیپین، قطر، سویلي کوریا، ټایلنډ او ټونس هېوادونه شاملیږي.

د امریکا ولسمشر داسې مهال دغه لیک کانګرس ته استولی چې د دغه هېواد ځواکونه له شل کلنې جګړې وروسته، د تېر میلادي کال اګسټ میاشت کې افغانستان څخه ووتل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان بانک شتمنۍ هم کنګل کړې، خو هېواد کې روان بحران ته د رسېدو په موخه یې تېر یوه کال کې ۷۷۴ میلیون ډالره بشري مرستې برابرې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام