د ميدان وردګو د‌ ولايتي شورا غړی شريف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته وایي چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د‌ ميدان وردګو ولايت جلرېز ولسوالي له پنځه ورځنۍ کلابندۍ وروسته د طالبانو لاس ته لويدلې ده.

 هوتک زياته کړه چې د جلرېز ولسوالي امنيه قوماندان له خپلو ۳۵امنيتي ځواکونو سره يو ځای طالبانو ته تسليم شوی او ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې ده.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وایي چې د جلرېز ولسوالي په سقوط کې يو‌شمېر امنيتي مسوولانو بېغوري کړې او دغې ولسوالي ته په خپل وخت مرسته نه ده رسيدلې، نو ځکه د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلې.

بل‌خوا د ميدان وردګو ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وويل چې جلرېز ولسوالي د طالبانو لاس لویدلې او په جګړه کې ۴افغان ځواکونه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. .

په همدې حال کې د وسله والو طالبانو یو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د جلرېز  ولسوالي ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او د ملي امنیت مدیریت ودانۍ یې نيولي دي او افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.



د میدان وردګ ولایت محلي او امنیتي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سهارهم د لغمان ولایت دولت‌شاه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له لوري نیول شوې ده. په لغمان کې یوې باوري دولتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ولسوالي له څو میاشتو رهیسې د وسله‌والو طالبانو له لوري کلابنده وه او په دې موده کې دغې ولسوالي ته هېڅ مرستندویه ځواکونه نه وو استول شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام