کندوز شمال ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو شمېرل کېږي چې دوه ځلې د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. دغه ولایت کې پرلهپسې ناامنۍ او بېکارۍ لامل شوي چې ګڼ شمېر ځوانان یې بهر هېوادونو ته نامنظمه کډوالي وکړي.
زیاتره دغه ځوانان چې د ناامنیو او کاري زمینو د نه موجوديت له کبله یې نامنظمه کډوالۍ کړي، دردناکې کیسې لري. یو له دغو ځوانانو د کندوز ۲۴ کلن عبدالله صالحزی دی.
عبدالله له ښوونځي تر فارغېدو او د کانکور ازموینې له ورکولو وروسته، د کابل د ټکنالوژۍ او کمپیوټر انسټیټیوټ ته بریالی کېږي او د دغې دورې په پای ته رسولو سره، د نیمه لوړو زدهکړو اسناد ترلاسه کوي.
د جګړو دوام او اقتصادي ستونزو عبدالله اړ کړی چې له نامنظمې لارې ایران ته لاړ شي او ورپسې ترکیې ته.
دغه ځوان چې شاوخوا یو نیم کال وړاندې ایران ته تللی دغه هېواد کې له ۴ میاشتو اوسېدو وروسته ترکیې ته روان شوی؛ خو نه یوازې خپل هدف ته نه دی رسېدلی، بلکې هلته له کار کولو او زدهکړو هم بېبرخې شوی او بېرته افغانستان ته را ګرځول شوی دی.
عبدالله صالحزی اوس هېواد کې دننه خپلو زدهکړو او یوه خصوصي ښوونځي کې درس ورکولو ته دوام ورکوي.
عبدالله د نامنظمې کډوالۍ ستونزو په اړه سلاموطندار ته وايي، ټکان ورکوونکې پېښې یې تجربه کړي او قاچاقيانو سره له دې چې کډوالو څخه پیسې اخلي، هغوی ته سخت وهل هم ورکوي.
عبدالله وايي، د انسان قاچاقيان هغه او د لارې ملګرو سره یې د حیوان په څېر چلند کاوه.
نوموړی وايي، د نامنظمې کډوالۍ لاره کې له ډېرو ستونزو زغملو وروسته د ترکیې پولیسو له خوا ایران ته ګرځول شوی او هغه ځای څخه یو کاله وړاندې تش لاس هېواد ته را ستون شوی دی.
هغه له نورو ځوانانو غواړي چې هېڅ کله هم په نامنظمو لارو اروپايي او یا نورو هېوادونو ته په سفر لاړ نهشي.
د کډوالو لپاره د ناروې پلاوي دفتر یا NRC کارپوه ماتيبګشي وايي، هغو کډوالو سره چې ایران او ترکیې څخه را ګرځول کېږي، د هرات او نیمروز سرحدي سیمو کې ورسره مرسته کوي.
بګشي وايي، د هغوی معلومات ښيي چې د روان کال حمل میاشتې راهیسې کندوز کې د بېرته راستانه شويو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.
د کندوز د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس غلامسخي رسولي وايي، تېر یوه کال کې دغه ولایت ته ۱۰ زره او ۷ کسان د نامنظمې کډوالۍ کډوال راګرځول شوي چې له دې ډلې ۷۴۵ یې خپلو کورنیو، او ۹ زره او ۲۶۲ یې په انفرادي ډول له پولو څخه را ګرځول شوي دي.
د کندوز د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس دغه ولایت کې د بېرته راستنېدونکيو لپاره د مرستو نه رسېدو لامل، د کرونا ویروس پراختیا، د مرستندویه بنسټونو تړل کېدل او د جګړو او ناامنیو دوام بولي.
هغه وايي، هڅه کوي چې راتلونکيو ورځو کې هغو کسانو سره چې نامنظمه کډوالي یې کړې او بېرته را ګرځول شوي، مرسته وکړي.