د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري نن د دغه کمېسیون د نولسمې کلیزې په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابوالي او د جګړې دوام په اړه اندېښنه وښوده.
هغه وايي، د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري د بریدونو زیاتوالی د ملکیانو د مرګژوبلې کچې د لوړېدو لامل شوی او په وینا یې، دا ښيي چې ښکېل لوري جګړهييز قوانین په پام کې نه نیسي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په خبره، یوازې د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې ۹۹۶ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې چې له ډلې یې د ۲۰ ښځو او ۱۱۳ ماشومانو په ګډون، ۳۰۱ تنه وژل شوي او د ۱۰۲ ښځو او ۲۶۵ ماشومانو په ګډون، ۶۹۵ نور ټپیان شوي دي.
- په تېرو دوو ورځو کې هلمند او غور کې ۱۶ملکیان وژل شوي
- افغانستان؛ په ۲۰۲۰ کې ۲ زره او ۹۵۸ ملکیان وژل شوي
- ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګژوبله هدفي وژنې اړوي
- یوازې تېره اوونۍ په څلورو ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په مې میاشت کې د ملکیانو د مرګژوبله کچه د اپرېل هغې په پرتله درې برابره لوړه شوې ده.
په همدې حال کې د دغه کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وايي، د تاوتریخوالي دوام وضعیت ناسم لوري ته بیولی او ښکېل اړخونه، په تېره حکومت او طالبان باید د جګړې پر پای ته رسولو جدي کار وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د روانې جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې بیړنی اوربند وکړي او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د سولې بینالافغاني خبرې اترې بېرته پیل کړي.