په بلخ/امالبلاد کې حضرت علي ته منسوبه روضه، د مولانا جلالالدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین خانقاه، نهه ګنبد لرونکی جومات، د جهان نما ماڼۍ او د هوټلونو او عصري مېلمستونونو او د پراخو شنو دښتو موجودیت د دغه ولایت د ښکلاوو یوه برخه ده چې د نړیوالو ګرځندویانو او سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی.
خو په وروستیو کلونو کې د بلخ په یوشمېر سیمو کې د وسلهوالو پراخ موجودیت د دې لامل شوی چې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ کم شي.
د بلخ د مرکز مزار شریف ښار یوشمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې ناامنۍ د دې لامل شوي چې دغه ولایت ته د افغانستان د نورو سیمو د سیلانیانو ترڅنګ، بهرني ګرځندویان هم له ورتګ څخه ډډه وکړي. د دوی په خبره، تر هغه چې په هېواد، په ځانګړې توګه بلخ کې امنیت ټينګ نه شي، هېڅ نړیوال سیلاني به افغانستان ته د راتلو زړه ښه نه کړي. دوی له دولت څخه غواړي چې د هېواد امنیت، په تېره هغه سیمې چې تاریخي او لرغوني اثار لري، وساتي.
په ورته وخت کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان پر ګرځندويئ د اناامنیو منفي اغېز مني او وایي، که د دغه ولایت کې امنیت ټينګ شي، ګڼشمېر سیلانیان به ورته د ورتلو زړه ښه کړي چې په دې سره به له یوې خوا د بلخ مېشتو وګړو د اقتصاد په وده کې رغنده رول ولوبوي او بلهخوا به له دې لارې د دولت خزانې ته ښه عاید ورشي.
د دوی په وینا، په بلخ کې د ګرځندوی صنعت په نشت حساب دی او د سیلانیانو شمېر هم کم شوی دی. د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان ټينګار کوي چې ناامني دغه ولایت ته د ګرځندویانو د نه ورتګ یو ستر لامل دی.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیعالرحمان کریمي وایي، دغې ادارې نږدې ۶۰ تاریخي ځایونه او له ۴۰ تر ۵۰ لرغونې سیمې تصویب او ثبت کړې دي.
په ورته وخت کې د بلخ د امنیې قومانداني مسوولان د سیلانیانو د ځان او مال خوندیتوب ته ژمنتیا ښيي او وایي، هڅه کوي چې دغه ولایت ته د ورغلو لویو لارو او ولسوالیو امنیت ټينګ کړي.
د کارپوهانو په باور، که هېواد کې د امنیت ټينګولو لپاره کوټلي ګامونه پورته نه شي او دولت هم سیلانیانو ته د ګرځندوی اسانتیاوې برابرې نه کړي، د وخت په تېرېدو سره به په بلخ کې د ګرځندوی صنعت له ورکې سره مخامخ شي.