د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د افغانستان لپاره د دغې ټولنې د غړو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډې څخه خبر ورکړی.
نیکلسون نن شنبې (د جوزا ۲۱) پر ټویټر لیکلي چې دغه غونډه په بروکسل کې ترسره شوې ده. یاده غونډه کې د بشري حقونو او اقتصاد په برخه کې بهرنيو کارپوهانو هم ګډون کړی دی.
توماس نیکلسون ویلي، دغه غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو، نجونو او قومي ډلو د وضعیت خرابېدو، د سیاسي مشارکت نهشتون او افغانانو سره د ژمنو په برخه کې د منسجمو سیاستونو غوره کولو کې د اسلامي امارت ناتوانۍ په اړه اندېښنه ښوول شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړې چې دغه ټولنه به افغانانو څخه د ملاتړ لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار سره خبرو کې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض موارد ردوي او وايي، اروپايي ټولنه د ناسمو معلوماتو پر اساس افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو په اړه اندېښنه ښيي.
هغه زیاتوي: «مونږ دغه اندېښنې په جدي توګه ردوو. کومې ادعاوې او رپوټونه چې د نړیوالو سازمانونو لهخوا خپریږي، د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دي. زمونږ هېواد کې عیني حقایق دا دي چې اسلامي امارت ټولو افغانانو سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې چلند لري.»
په همدې حال کې د چارو ځینې شنونکي وايي، د دغه ډول غونډو جوړول او د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنې افغانستان کې د حالاتو له ښهوالي سره مرسته نه کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د بشري حقونو کارپوه او د پوهنتون استاد عبدالبصیر نبيزاده سلاموطندار ته وايي، نړیوال باید پر اسلامي امارت واقعي او عیني فشارونه راولي، ترڅو خپله پالیسي بدله کړي.
ورته وخت کې سیاسي شنونکی جواد حسیني له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته د نجونو نه پرېښودل، حکومتولۍ کې د خلکو نهګډون او عمومي بښنې ته نه پام، افغانستان کې د بشري حقونو د نقض له مواردو څخه بولي.
افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خرابېدو څخه اندېښنې داسې مهال مطرح کیږي چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو راهیسې، ګڼو نړیوالو سازمانونو افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پېښو زیاتېدو څخه نیوکه کړې ده. په تازهګۍ سره د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې جدي دي او باید په کره توګه وڅېړل شي.