د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې ۲۰۰۰ غواګانو ته د پوستکي ناروغي ضد «لمپيسکېن» واکسین ورکړل شوی دی.
دغه واکسین د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي، د پوستکي ناروغي غواګانو کې د شیدو کموالي، پوستکي خرابوالي، د څارویو مړینې او د محصولاتو د کمښت سبب ګرځي.
د نوموړي په وینا، د پنجوايي ولسوالي ۲۰۰۰ غواګانو ته د ناروغي ضد واکسین ورکړه، د یادې ناروغي مخنیوي لپاره مهم ګام دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پنجوايي کې شاوخوا ۲۰۰۰ غواګانو ته دغه واکسین په ۴۵ ورځو کې ورکړل شوی دی.
بلخوا څاروي لرونکي د کندهار کرنې ریاست او د FAO نړیوال سازمان څخه مننه کوي چې د دوی د څارویو د ساتنې لپاره ګټور ګامونه پورته کوي.
د څارویو لمپيسکېن یا د پوستکي ناروغي د مخنیوي لپاره ۵۵زره دوزه واکسین ځانګړی شوی چې کندهار کې د ژېړۍ، دامان، ډنډ، ارغنداب، لوړ او ښکته شاوليکوټ، لوړ او ښکته میوند، سپین بولدک ولسوالیو او د مرکز په ۱۵ ناحیو کې پلی کېږي.
دغه هڅې د مالدارانو لپاره د څارویو د روغتیا ساتنې او د محصولاتو د زیاتوالي لپاره د ارزښت وړ ګڼل کېږي.