په غزني کې سرچینې وايي چې د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس سیداصف هاشمي چې څلور میاشتې مخکې په غزني ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و، نن سهار يې مړى موندل شوى او ماښام هم خاورو ته سپارل شوى دى.
د غزني د امنيې قومنداني وياند سيداسحاق صالح د دې پېښې د تایید ترڅنګ، سلام وطندار ته وويل چې د دغه ولايت د شرعیاتو پوهنځي د رییس مړى د غزني د کشفي ځواکونو له خوا موندل شوى او خپلوانو ته يې سپارل شوى دى.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د دې پېښې د عاملانو د پېژندلو او نیولو په موخه څېړنې روانې دي او له موندلو وروسته به سخت قانوني چلن ورسره وکړي.
سیداصف مبتهج هاشمي د غزني د پوهنتون استاد او د شرعیاتو پوهنځي رییس و او له څو کلونو راهیسې يې په دغه پوهنتون کې اسلامي ثقافت او شرعي او اسلامي مضمونونه تدریسول.


د هاشمي خپلوان وایي چې نوموړی شاوخوا څلور میاشتې مخکې په غزني ښار کې د ناپېژنده کسانو له خوا وتښتول شو او په دې موده کې يې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم په غزني کې د سلطان‌محمود غزنوي خصوصي پوهنتون رییس معراج‌الدین وقار د ناپېژنده کسانو له خوا وتښتول شو او وروسته يې بيا مړی په غزني ښار کې وموندل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام