د طالبانو له لوري د غور ولایت له نیولو وروسته د دغه ولایت ګڼ‌شمېر ځوانان په هېواد کې د طالبانو د حاکمیت، بې‌وزلۍ او وچکالۍ له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

عبدالحمید چې په غور کې اوسېږي او دا یې مستعار نوم دی وایي، کله چې طالبان د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته دننه شول، پرېکړه یې وکړه چې دغه ولایت پرېږدي او ایران ته کډوال شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه چې یوه اوونۍ وړاندې له غور څخه ایران ته تللی، وایي چې له ده سره نور ۲۵ کسان هم له دغه ولایت څخه ایران ته تللي او اوس په دغه هېواد کې د کار په لټه کې دي.

د عبدالحمید په وینا، دوی پر افغانستان د طالبانو د ولکې له امله هېواد  پريښی او که چېرته ایران کې ورته د کار زمینه برابره نه شي، اړ دي د اروپا پر لوري روان شي.

محمدنادر یو بل ځوان چې په غور ولایت کې یې په یوه خصوصي بنسټ کې کار کاوه وایي، د وزګارتیا له امله یې پرېکړه نیولې چې ایران ته لاړ شي.

هغه زیاتوي، د کورنۍ نفقه یې تر غاړې ده او د ناڅرګندې راتلونکې له امله هڅه کوي چې بهرنیو هېوادو ته لاړ شي او د خپلې کورنۍ نفقه او د ژوند اړتیاوې یې برابرې کړي.



هغه د طالبانو د واکمنۍ لاندې کار او ژوند کول ناشونی بولي.

په همدې حال کې د غور لپاره د طالبان والي عبدالکریم جهادیار وایي، خلک باید اندېښنه ونه کړي، ځکه طالبانو عمومي عفه اعلان کړې او هېچا ته به زیان ونه رسوي.

د هغه په وینا، کابل کې طالبانو پر یوه پراخ بنسټه حکومت کار کوي او د دغه حکومت په جوړېدو سره به هڅه وشي چې د کار زمینه برابره او خلکو ته خدمات وړاندې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د فیروزکوه ښار یو‌شمېر هټۍ‌وال د بازار له پیکه والي او وزګارتیا څخه شکایت کوي ا وایي چې په ورځنۍ کچه له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې پلور لري.

په داسې حال کې چې طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د فیروز کوه ښار ونیوه، خو د غور ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې له خپلې نامعلومې راتلونکې، وزګارتیا او بې‌وزلۍ ته اندېښمن دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام