روزګان کې زده‌کوونکې: که ښوونځي خلاص نشي، کورنۍ به مو کډه‌کولو ته اړ کړو

د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې وايي، که هېواد کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي همداسې تړلي وي، خپلې کورنۍ به اړ کړي، څو هغو هېوادونو ته کډه شي چې دا مهال په‌کې د نجونو ښوونځي پرانېستې دي.

پکتیا کې ۹۵۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شوې

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې په احمداباد او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې یې ۹۵۰۰ کورنیو ته وارداتي برښنا چې کابو ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، رسولې ده.

غزني کې د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیول شوي

د غزني د والي ویاند حافظ‌ عمر غزنوي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په مرموز ډول د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیولي دي.
د نوموړي په وینا، یاد کسان یې په «زنه‌خان» ولسوالي کې څاه ته د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د ورغورځولو په تور نیولي دي.

پکتیا کې د کور چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزی وایي، بېګاه د دغه ولایت په جاني‌خېلو ولسوالي کې د اورښتونو له امله د یوه کور چت را لوېدلی او د یوې کورنۍ پنځه کسان په‌کې مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، پېښه د جاني‌خېلو ولسوالي، د بلخېلو په ګړیجن کلي کې شوې ده.

کاپیسا کې د سېلابونو راوتو له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې د وروستیو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

مسوولان زیاتوي چې په دې سېلابونو کې لسګونه کورونه نړېدلي او سلګونه کرنیزې ځمکې له‌منځه تللي دي.

په هلمند کې چاودنې د يوې کورنۍ ۷ غړي ټپيان کړي

د هلمند ولایت اړوند په مارجې ولسوالي کې پرون مازديګر ناوخته په يوې چاودنه کې د يوې کورنۍ ۷ کسان ټپيان شوي دي. د هلمند د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې په کور کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ټپیان شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې ټیپان د دې ولایت ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملني لاندې دي.