سور صلیب: افغانان نه پوهېږي چې ځانونه تاوده کړي، که د خوړو غم وخوري

د سره صلیب نړیوالې کمټې  مسوولان وايي چې افغانستان کې د ژمي په نږدې کېدو او ناوړه اقتصادي وضعیت خلک له یوه داسې وضعیت سره مخ کړي چې د ځان تودولو او خوړو ترمنځ باید یو انتخاب کړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دې وړاندې هم افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

پروان ته له پنجشېر نه د بې‌ځایه شویو کورنیو شکایت

پروان ولایت ته له پنجشېر نه د جګړو له کبله سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ شکایت کوي چې د ژمي په را رسېدو سره سره ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.
دوی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو څخه د لومړنیو مرستو غوښتونکي دي.

بلخ کې د کارګرو ماشومانو ډېروالی؛ «غواړم ډاکټر شم، خو نور زده‌کړې نشته»

بلخ کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو له امله ماشومان تر ډېره اغېزمن شوي دي. دغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله له زده‌کړو محروم دي، له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په لټه دي. له امېد سربېره مزارشریف کې نور کوچني ماشومان هم شته چې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله درنو کارونو ته اړ کړل شوي دي.

کابل کې ګازو د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي

باختر دولتي اژانس پر ټویټر د امنیتي مسوولانو له قوله لیکلي چې ګازو د کابل ښار په تایمني سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي دي. د باختر په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې او څلور ماشومان شامل دي. بله‌خوا پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي، یوه ښځه او څلور ماشومان د خوب په بستره او بله ښځه هم په تشناب کې مړه شوې ده.

یونیسف راروان ژمي کې ۱۱۱۰۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره نغدي مرسته کوي

 د ژمي په رانږدې کېدو سره افغانستان کې د بشري ناروین د ژورتیا په اړه د اندېښنو په لړ کې د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي، راروان ژمي کې به له ۱۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړي. دا په داسې مهال دی چې پرون د سره صلیب نړیوال کمېټې ویلي، افغانستان کې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د ا.ا ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښتې؛ ډنډپټان کې سلګونو کورنیو خپلې مېنې پريښي

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له تېرو نهو ورځو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ درې ځلې پرله‌پسې وسله‌واله نښتې شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني ملېشو له لورې د ملکیانو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه هم شوي چې له امله یې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

پکتیا کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ له‌خوا په مرموز ډول وژل شوې

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ له‌خوا وژل شوې ده.

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عبدالباري منیب سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون شنبه د لړم ۲۰مه د مرکز ګردېز ښار د درېیمې امنیتي حوزه په «ملا قدرت درې» کلي کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ د غړیو له لوري په مرموز ډول وژل شوې ده.

ملګري‌ملتونه: ګڼ‌شمېر خلک اړ دي د خوړو او کورونو ګرمولو ترمنځ یو انتخاب کړي

ملګرو ملتونو پرون جمعه د لړم ۲۰مه ویلي چې افغانستان، منځني ختیځ او اوکراین کې میلیونونه کسان چې د جګړې او زورزیاتي له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي، ښايي له سخت ژمي سره مخامخ شي. دغه سازمان ویلي، راروان ژمي کې به ګڼ‌شمېر کورنۍ اړ شي چې د خوړو او د کورونو د ګرمولو څخه یو انتخاب کړي.

د راتلونکي کانکور ازموینه کې د نجونو د نه ګډون په اړه د ښځینه ښوونکو اندېښنې

هرات کې یوشمېر ښځینه‌ ښوونکو نن په دغه ولایت کې د سږني کانکور ازموینه کې د بریالي شویو زده‌کوونکو په ستاینغونډه کې ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ باید ښوونځي پرانېستل شي. دا غونډه د هرات د پوهنې ریاست له لوري جوړې شوې وه.

کندهار کې خپلمنځي شخړه؛ یو ماشوم وژل شوی، ورور او پلار یې ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې دې پېښه کې یوه لوري پر بل لوري چې موټر کې ناست دي، ډزې کړي او له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ورور او پلار یې ټپیان دي.