«ناچاره یوو چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ساعتونه د موټرو ډکولو لپاره نارې ووهو»

افغان ماشومان د هېواد په بېلابېلو برخو، په تېره کابل کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه د روزګار لپاره قرباني ورکوي. ګڼ‌شمېر ماشومان هر سهار د ښوونځي پر ځای، ښار ته راوځي او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره تر بېګاه پر سړکونو د سپرلۍ موټرو ډکولو په موخه نارې وهي.

د کورنۍ نړیواله ورځ؛ کډوالۍ د افغانانو کورنۍ سره پاشلي او ژوند یې ور تریخ کړی

یوه افغانه کډواله شریفه صفري چې له کورنۍ مسافره شوې، سلام‌وطندار ته ویلي، تمه یې لرله چې د کورنۍ په نړیواله ورځ د خپل مور او پلار تر څنګ واوسي، خو بخت ورسره یاري نه‌ده کړې او اوس ترې لرې یوه بل هېواد کې ژوند کوي. مرضیه په بلخ کې هغه مور ده چې هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې درې ځامن نورو هېوادونو ته کډ‌وال شوي دي.

د ترور شویو پخوانیو نظامیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د تېر جمهوري نظام د یوه عسکر بوره مور په ژړغوني غږ وايي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو یې څه موده مخکې زوی په ډزو وژلی دی.
د دغې مور په خبره، تر اوسه هېچا دا ورته روښانه نه کړه چې زوی یې چا او ولې وواژه؟ خو زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې څو ځله د هغه د وسلې او موټرسایکل ترلاسه کولو په موخه کور ته ورغلي دي.

فاریاب کې د څړځای پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي

د فاریاب امنیتي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالي کې دوو کورنیو د څړځای پر سر شخړه کړې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي دي. دا پېښه پرون د دولت‌اباد ولسوالي په «شور دریا» سیمه کې شوې ده. 

وزګارتیا او اقتصادي ستونزې؛ بې‌وزله کورنۍ: اولادو ته مو خواړه نشو برابرولی

کابل کې یوشمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د خپلو اولادونو د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو برابرولو توان نه‌لري.

د کابل اوسېدونکې بنفشه د شپږو ماشومانو مور ده. نوموړې سلام‌وطندار ته وايي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ډېری وخت خپل اولادونه نه‌شي مړولی. هغه چې یوه نمجن کور کې ژوند کوي، د کورنۍ سرپرست هم نه‌لري.

روزګان کې د یوې کورنۍ سرپرسته: ټول کال مې یتیمانو څپلۍ نه دي پښو کړي

روزګان کې بې‌وزله او بې‌پرسته کورنۍ وايي چې روان سوړ ژمي کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېلابېلې ناروغۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه بې‌پرسته کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي چې کور کې د خوړو لپاره څه نه‌لري او په وینا یې، حکومت باید ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.

کندهار کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، دغه مړی د کندهار د میوند ولسوالي په حوض‌ مدد دښته کې موندل شوی دی.

خلیل‌الرحمن حقاني: مرستندویه بنسټونه دې بې‌ځایه شویو سره مرسته وکړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن کابل کې د کورنیو بې‌ځایه شویو د وضعیت اروزنې په موخه (د مرکزي ولایتونو ترمنځ د ستراتیژیکې همغږۍ) تر عنوان لاندې غونډه وکړه. د دې ترڅنګ، مزار شریف کې یوشمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، د ژمي په رانږدې کېدو سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

سور صلیب: افغانان نه پوهېږي چې ځانونه تاوده کړي، که د خوړو غم وخوري

د سره صلیب نړیوالې کمټې  مسوولان وايي چې افغانستان کې د ژمي په نږدې کېدو او ناوړه اقتصادي وضعیت خلک له یوه داسې وضعیت سره مخ کړي چې د ځان تودولو او خوړو ترمنځ باید یو انتخاب کړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دې وړاندې هم افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

پروان ته له پنجشېر نه د بې‌ځایه شویو کورنیو شکایت

پروان ولایت ته له پنجشېر نه د جګړو له کبله سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ شکایت کوي چې د ژمي په را رسېدو سره سره ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.
دوی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو څخه د لومړنیو مرستو غوښتونکي دي.

بلخ کې د کارګرو ماشومانو ډېروالی؛ «غواړم ډاکټر شم، خو نور زده‌کړې نشته»

بلخ کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو له امله ماشومان تر ډېره اغېزمن شوي دي. دغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله له زده‌کړو محروم دي، له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په لټه دي. له امېد سربېره مزارشریف کې نور کوچني ماشومان هم شته چې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله درنو کارونو ته اړ کړل شوي دي.