پکتيا کې معلولين او د شهيدانو کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي

په هېواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، ګن‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نورو کسانو ترڅنګ په پکتیا کې د معلولینو او د هغو امنیتي سرتیرو کورنۍ چې د تېر نظام په ملاتړ یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل اولادونه له لاسه ورکړي، له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي.

د رسنیو مسوولانو د خبریالانو پر ځای د خپلې کورنۍ غړي له افغانستانه اېستلي

د مخکیني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خبریالانو هڅه وکړه چې د ځان خوندیتوب په موخه له هېواده ووځي. د خبریالانو پر وړاندې رامنځ ته شوي خراب وضعیت ته په کتو، ګن‌شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو د افغان خبریالانو لپاره د تخلیې فرصتونه برابر کړل.

بادغیس کې بندیان ورځني لګښتونه خپله پرې کوي

محمود د بادغیس له بندخونې د هغه خوشې شوي بندي مستعار نوم دی چې تازه له دې بندخونې څخه خوشې شوی دی. طالبانو هغه د بادغیس پر مرکز قلعه‌نو ښار تر ولکې وروسته د غلا په تور نیولی او بیا یې بندخونې ته اچولی و.
محمود وايي، څومره موده چې په یاده بندخونه کې و، د خوړو نه موجودیت له کبله یې کورنۍ اړه وه چې هره ورځ ورته د ۱۲۰ تر ۱۵۰ افغانیو خواړه برابر کړي.

خپلو سیمو ته د بې‌ځایه شویو ورګرځول؛ یو‌شمېر یې بېرته کابل ته راځي

د هېواد له یو‌شمېر ولایتونو څخه د جګړو او وچکالۍ له امله کابل ته د راغلو بې‌ځایه شویو کورنیو په خپله خوښه د بېرته ستنېدو بهیر نږدې دوه اوونۍ وړاندې پیل شو چې په دې لړ کې ګڼې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته وګرځول شوې.

له کابل څخه ولایتونو ته د بې‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو چارې پیل شوي

یو‌شمېر بې‌ځایه شوي چې د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له تخار، کندوز، سرپل او نورو ولایتونو څخه کابل ته راغلي وو او د نوي ښار په پارک کې یې شپې او ورځې تېرولې، خپلو ولایتونو ته یې د بېرته لېږو چارې پیل شوي دي.

ناپېژنده وسله‌والو بغلان کې یو ډاکټر د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره وژلی

د بغلان ولایت په پل‌حصار ولسوالي کې باوري محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه ناپېژنده وسله‌والو د ظهیرالدین اندرابي په نوم یو ډاکټر له خپلې شپږ کسییزې کورنۍ سره وژلی دی. په دغه پېښه کې د ډاکټر ظهیر الدین مېرمن، دوه پېغلې لورګانې، زوم او دوه ماشومان یې وژل شوي او درې ماشومان یې ټپیان دي.

طالبانو تخار کې د غیر‌مسووله وسله‌والو له مرکز څخه دوه جسدونه موندلي

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی سرپرست رییس انصار‌الله انصار سلام‌وطندار ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالي کې یې د غیرمسووله وسله‌والو د یوه قومندان حاجي فتح په مرکز کې دوه جسدونه موندلي دي.

غني: هڅه کوو د جګړې د پراختیا او افغانانو د وژنې مخه ونیسو

ولسمشر محمداشراف غني په هېواد کې د روان وضعیت په اړه ملت ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، اجازه نه ورکوي د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي او هڅه کوي په هېواد کې د روانې جګړې او د بې ګناه افغانانو د وژنې مخه ونیسي. هغه په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې وبلله.

افغان خبریالان د ځان او کورنۍ د امنیت په اړه اندېښنه لري

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی نن د ځوانانو، په ځانګړې توګه د ځوانو خبریالانو نړیواله ورځ چې د یوشمېر ولایتونو خبریالانو هم په‌کې ګډون کړی و، ونمانځله.
دغه خبریالان د رسنیو فعالیتونو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د اندېښنې ترڅنګ، د حکومت د جدي پام غوښتنه کوي.

صالح: بې‌ځایه شوې کورنۍ به د کابل په جوماتونو کې ځای پرځای شي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هغه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د جګړې له کبله کابل ته را کډه شوي، په جوماتونو کې ځای پرځای شي. هغه نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د حج او اوقافو وزیر ته یې لارښوونه کړې، څو د جوماتونو دروازې د یادو کورنیو لپاره پرانېزي.

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی

په بدخشان ولایت کې محلي سرچینې وایي چې د بدخشان کشم او فرخار ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو له شاتګ وروسته وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار نیولی دی. په همدې حال کې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ملي اردو د مرکز له نیولو وروسته د بدخشان ولایت زندان هم نیولی او ټول بندیان یې ترې ازاد کړي دي.

پکتیا؛ د هغو دوو ماشومانو کیسه چې د کورنۍ ۱۲ غړي یې له لاسه ورکړل

پکتيا کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړو له امله د ملکيانو ژوند له ستونزو ډک او په ځينو سيمو کې د دواړو لوریو د نښتو له امله ډېری وخت ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د تېرې شنبې ورځې ماښام ناوخته د سيدکرم ولسوالي يوې کورنۍ غوښتل د جګړې له وېرې د ګردېز ښار ته پناه یوسي، خو له دې ناخبره چې مرګ به یې د ژوند پور ورپرې کړي.

ماين چاودنې پکتيا کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې پرون ماښام د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. د یادې کورنۍ يو غړی نورجان چې د پکتيا حوزوي روغتون ته يې  د پېښې له ځای څخه دوه ټپي ماشومان راوړي وو، سلام وطندار ته وويل چې په دې پېښه کې يې د پلار په ګډون درې نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي او د کورنۍ ۲ نور غړي یې ټپيان دي.