د سلام‌وطندار موندنې؛ اتو میاشتو کې څاه ته د لوېدو له امله ۲۵کسان مړه شوي

سلام‌وطندار په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو څاګانو ته د ماشومانو د لوېدو پېښې څېړلي چې د دغو څېړنو پربنسټ، د تېرو اتو میاشتو پرمهال د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان څاه ته د لوېدو له امله مړه شوي دي. سلام‌وطندار موندلې چې په دغو ولایتونو کې ۲۶ پېښې شوي چې ۲۵ کسانو په‌کې ژوند بایللی او دوه کسان ژغورل شوي دي.

تخار کې ټرافیکي پېښه؛ یو کس مړ او څلور ټپیان شوي

تخار کې ولسي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د هزارسموچ ولسوالي اړوند «کورقدوق» کلي کې د یوه پیکپ موټر د چپه‌کېدو له امله یو کس مړ شوی او پنځه ټپیان دي.

د تخار د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه ماښام د دې ولایت هزارسموچ ولسوالي کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یو کس مړ او څلور ټپیان شوي دي.

د چارو اداره: افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو نوملړ کې شامل شي

د چارو ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، که نړۍ په انصاف قضاوت وکړي، افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.
د چارو ادارې د پالیسي او ارزونې مرستیال سیف‌الدین تایب په وینا، سره له دې چې فساد نه دی صفر شوی، خو هېواد کې لمنه ډېره ورټوله شوې ده.