زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو ماشوم ټپي شوی
د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې سراچه ډوله او ټېلر موټر د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.
د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې سراچه ډوله او ټېلر موټر د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.
د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د بالاحصار ودانۍ ويجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د بالاحصار ودانۍ ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله سختې زیانمنې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
هلمند کې د کجکي برښنا بند له شتون سربېره، د مرکز لښکرګاه ښار او د ناوې او نادعلي ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي او د فابریکو مسوولان د برښنا کمښت او نهشتون څخه سر ټکوي.
په غور کې یوشمېر معلولان وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او کلونه کېږي چې حکومتي مسوولانو یې وړتیا ته پام نه دی کړی او په هېڅ دولتي اداره کې یې پر دندو نه دي ګومارلي.
کابل کې د انتاني روغتون مسوولان وايي چې په تېره یوه میاشت کې د کولرا ناروغۍ شکمنې پېښې دوه برابره شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې سږکال په هېواد کې د وچکالۍ او نورو لاملونو له کبله د غنمو تولیدات کم وو او افغانستان ۶۰سلنه وارداتي غنمو او اوړو ته اړتیا لري. د یادې خونې غړی خانجان الکوزی سلاموطندار ته وايي، افغانستان هرکال شاوخوا ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو او اوړو ته اړتیا لري.
د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې د «ترياکو چوک» په نوم ځای ته چې د ولايت مقام په شاوخوا ۵۰ مترۍ کې موقعیت لري، هره ورځ سلګونه کسان ورځي او په ازاده توګه د نشهيي توکو پېر او پلور کوي.
په دې وروستیو کې کندهار ولایت کې تر بل هر وخته جنايي پېښې ډېرې شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د بادغیس د مدني ټولنو د بنسټونو شبکې له ورزشي ادارو سره په همغږۍ بادغیس کې د «اخوت او ورورولۍ» تر نوم لاندې جشن جوړ کړی دی.
په هلمند ولایت کې له لوږې سره د مبارزې نړیوالې موسسې مسوولان سلاموطندار ته وايي چې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
د میدان وردګ روغتیايي مسوولان وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې د دې ولایت په مرکز او نورو سیمو کې ۴۰ کسان سپیو داړلي دي.
د پکتيا ولایت روغتیايي مسوولان وايي چې په تېره یوه میاشت کې د سپیو له لوري د انسانانو داړل زیات شوي او په دغه موده کې ۲۰۴ کسان سپیو داړلي دي.
هرکال به د ژمي په راتلو او د ښونځیو په رخصتېدو سره ګڼشمېر ځوانانو او زدهکونکو د راتلونکي تعليمي کال او کانکور ازموینې ته د چمتووالي لپاره کورسونو کې درسونه لوستل، اوس کابل ښار کې د ځینو ښوونیزو کورسونو مسوولان وایي، روان کال کې یې د زدهکونکو شمېر کم شوی او ترڅنګ یې فیس کې هم کموالی راغلی.
کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مسوول ډاکټر سورګل نوزادي وايي چې په تېرو ۳میاشتو کې یاد روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته ۸۰۲ ناروغان ور وړل شوي چې له ډلې یې ۳۲ ناروغان مړه شوې دي.
د پکتیا ښاروالۍ مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲۶ خصوصي ښوونځي له دې امله تړلي چې ښاروالۍ ته يې د تجارتي اعلانونو د ليک دړې يا «بورډونو» ماليه نه ورکوله.
د فاریاب روغتیايي چارواکي او له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز میمنې ښار کې یې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین پیل کړی دی. د فاریاب د روغتیا رییس له دیني عالمانو غواړي چې د نشهيي توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون