
میدانوردګ کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې
د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز بهسودو ولسوالي په «عليسنګ» سیمه کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري.
د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز بهسودو ولسوالي په «عليسنګ» سیمه کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري.
کندهار کې د هېواد په کچه د درملو جوړولو تر ټولو لویه کارخونه چې د ۷۱ سوداګرو له لوري په ګډه د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړه شوې او ۶۰۰ کسان به پهکې کار کوي. مسوولان وايي چې اوس د دې کارخونې یو فاز فعال شوی او پاتې دوه نور به یې هم فعال کړي.
د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي د کابلـجلالاباد پر لویې لارې له وروستیو ټرافیکو پېښو وروسته غوښتنه کوي چې د دې لویې لارې دویم سړک دې جوړ شي.
د دوی په وینا، که څه هم له اوږدې مودې راهیسې د یاد سړک سروې بشپړه شوې، خو لا یې هم چارې ټکنۍ دي. د خلکو په خبره، هره ورځ پر دې لارې ټرافیکي مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې هر کال لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کېني.
د لغمان د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د لغمان د امنیې قومانداني د ټرافیکو مدیر حبیبالله مبارز سلاموطندار ته ویلي چې دا پېښه نن (د غبرګولي شپاړلسمه، د سهشنبې ورځ) د کابل-جلالاباد پر لویې لارې شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یوې کرولا له مازدا ډوله موټر سره تکړ دی.
د سرپل په سانچارک ولسوالي کې د «کبود آب» او «فیضاباد» د نجونو ښوونځیو د زدهکوونکو یوشمېر کورنیو سلاموطندار ته ویلي، له هغه وروسته چې د دغو دوو ښوونځیو زدهکوونکي مسموم شول، لوڼې یې پر اروايي ناروغیو اخته شوي او ښوونځي ته نهدي تللي.
د غور د ځینو ولسوالیو او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي او مسوولان دغه ولایت کې د جراحۍ او ښځینه ډاکټرانو نهشتون څخه شکایت کوي.
دوی سلاموطندار ته وايي چې ډېری وخت خپل ناروغان د درملنې لپاره فیروزکوه ښار او یا نورو ولایتونو ته د درملنې لپاره لېږدوي.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو نن (د غبرګولي څوارلسمه، د یکشنبې ورځ) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پورونه پرې کړي او اوس د هېڅ هېواد پوروړی نهدی. د دوی په وینا، برښنا شرکت اوس په عادي ډول هره میاشت د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.
د کابل-کندهار لویې لارې یوشمېر مسافر او موترچلوونکي د دغې لویې لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي او له حکومت غوښتنه کوي چې یاده لویه لاره دې بېرته ورغوي. د کابل-کندهار لویې لارې یوشمېر مسافر او موټرچلوونکي وايي، پر یاده لاره د تګراتګ او د ناروغانو لېږد پرمهال تل له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند د خاص روزګان ولسوالي کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د روزګان د والي ویاند احسانالله حماس سلاموطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه رامنځته شوې ده. نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنهکړل.
د هند په شمال ختیځ اودیسا ایالت کې د رېل ګاډو د ټکر له امله څه باندې ۲۸۸ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د تخار ینګيقلعه کې یوې کورنۍ سلاموطندار ته د تصویرونو په استولو سره ویلي، ۱۵کلن زوی یې له تېر یوه کال راهیسې د ایران فارس ولایت کې اوسېده چې په مرموز ډول وژل شوی دی.
دغه هلک رامین نومېده او د کورنۍ په وینا یې، د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه د ایران د فارس ولایت مرودشت سیمه کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.
نن د مې ۳۱مه د تنباکو نه کارولو نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري نن چهارشنبه د غبرګولي لسمه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په دې غونډې کې وویل چې ۲۷سلنه افغانان په منظم ډول له تنباکو څخه استفاده کوي چې له ډلې یې ۲.۶ سلنه ښځې دي.
د لوګر چارواکي وایي چې د پرون ورځې (دوشنبه، غبرګولي اتمه) اوښتونو له امله په مرکز پلعلم کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ملکي هوايي ډګر ترمینل یې نن پرانېست.
د نورستان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د یاد ولایت د والي ویاند سیفالله لټون ویلي چې پېښه نن شنبه د غبرګولي څلورمه د نورستان د وانټوایګل ولسوالي د «سامګل» په دره کې رامنځته شوې ده.
د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې سلګونه نجونو او هلکانو ته د لومړنیو زدهکړو ۱۵۰ محلي ټولګي جوړ شوي دي.
دغه محلي ټولګي د یونېسف په مالي لګښت او د افغان پرمختیایي موسسې لهخوا جوړ شوي دي. د پکتیا پوهنې رییس عبدالوکیل خالد زیاته کړه چې دغو ټولګیو کې هغو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې چې له ښوونځي پاتي وو.