داعش ډلې د عیدګاه جومات مخته د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د عیدګاه جومات دروازې مخته د شوې چاودنې مسوولیت منلی دی. د اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې په دغه ځانمرګي برید کې یې لسګونه «طالب ملېشې» وژلي او ټپیان کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر او د تاجکستان ولسمشر د افغانستان په اړه ټيلیفوني خبرې کړي

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان په یوې ټيلیفوني اړیکه کې د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د تاجکستان د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې دغه ټيلیفوني خبرې پرون ورځ شوي دي. د تاجکستان د ولسمشر دفتر ویلي، په دغه ټيلیفوني خبرو کې د یاد هېواد او د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

ننګرهار کې د وسله‌والو برید؛ د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژل شوي

بېګاه ماښام د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار اړوند په پنځمه حوزه کې ناپېژنده وسله‌والو د سید معروف سادات په نوم د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژلي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په دغه پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او د خبریال سیدمعروف سادات د زوی په ګډون دوه ملکیان ټپیان دي.

جوزجان کې د واده پر مراسمو چاودنه؛ ناوې پکې وژل شوې

د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالي کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په دغه ولسوالي کې د واده پر مراسمو د لاسي بم چاودنې له امله، ناوې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه مېرمنې ټپي شوې دي. د اقچې ولسوال مولوي نعمت‌الله سلام‌‌وطندار ته وایي چې دغه پېښه پرون ماښام د دغې ولسوالي د «قصر عروس» په هوټل کې شوې ده.

شنونکي: داعش ډله به اسلامي امارت ته جدي ګواښ وي

د سیاسي چارو شنونکي افغانستان کې د داعش ډله او ورځ تر بلې یې ځواکمنتیا د طالبانو د حکومت لپاره جدي ننګونه بولي. دوی وایي، داعش ډله کېدای شي د اسلامي امارت لپاره یو ستر ګواښ شي او د حکومت لپاره روان وضعیت نور هم بحراني کړي. شنونکي وايي چې د اسلامي امارت وضعیت ته په کتو، ښايي طالبان د داعش ډلې د مدیریت توان ونه لري.

روسیه تاجکستان او طالبانو ته: خپلمنځي لانجه د خبرو له لارې حل کړئ

روسیې له تاجکستان او طالبانو غوښتنه کړې چې دواړه لوري دي خپلمنځي لانجه د منلو شویو لارو څخه هواره کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو پر اساس، په لسګونه زره طالب جنګیالي تاجکستان سره پولې ته نږدې په تخار ولایت او سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

بادغیس کې د بې‌ځایه شویو اندېښمنونکی وضعیت

 علي‌احمد په بادغس کې د سلګونو بې‌ځایه شویو له ډلې دی چې د دغه ولایت د بې‌ځایه شویو په یوه پڼغالي کې ژوند کوي. هغه وايي، هره ورځ یوې مړۍ ډوډۍ ته په تمه وي، څو خپل ماشومان پرې ماړه کړي. علي‌احمد چې د پنځو ماشومانو پلار دی وايي، هېواد کې وروستیو جګړو، وچکالۍ او وروستیو تحولاتو ترې د ژوند ټول شته اخیستي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د حکومت له سقوط راهیسې کندوز کې ۱۵ رسنیو خپل فعالیتونه درولي

کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

طالبان: امریکا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بې‌پيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.

طالبان د ظاهرشاه د دورې اساسي قانون په لنډ‌مهالي توګه نافذوي

له څه باندې یوې نیمې میاشتې راهیسې کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، طالبانو د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون په اړه خپل دریځ روښانه کړ او ویلي یې دي چې د اوس لپاره به په لنډمهالي توګه د ظاهر شاه د دورې اساسي قانون نافذوي.

«سلام‌‌وطندار» ته د عبدالمالک ساپي راتګ؛ ځان یې د طالبانو د استخباراتو غړی باله

تېره ورځ یو کس چې ادعا یې کوله د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ښاري استخباراتو د څانګې کارکوونکی دی، د سلام‌وطندار راډیو دفتر ته ننوځي. نوموړي کس غوښتل په زور او د سلام‌وطندار راډیو د امنیتي برخې له همغږۍ پرته دفتر ته دننه شي. هغه خپل ځان عبدالمالک صافی معرفي کړ او یوه بل ځوان یې هم ملتیا کوله.

شنونکي: د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا به اسلام‌اباد منزوي کړي

وروسته له هغې چې د برېټانیې «ډیلي‌مېل» ورځپاڼې د امریکا د ډیپلوماټیکو او استخباراتي ادارو د معلوماتو پربنسټ په یوه راپور کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د افغانستان مسلې په اړه له رامنځ ته کېدونکو احتمالي ستونزو په اړه خبر ورکړ، یو‌شمېر افغان شنونکي هم د پاکستان پر وړاندې د امریکا ودرېدل تاییدوي.

اردوغان: پر کابل هوایي ډګر له هوکړې وړاندې باید ټول‌‌ګډونه حکومت اعلان شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې تمه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له هوکړې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري ټول‌ګډونه حکومت اعلان شي. اردوغان ویلي، تر هغه به افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږدوي چې دغه هېواد کې ټول‌ګډونه حکومت نه وي، جوړ شوی.

غور کې د دوو غلو په ګډون څلور کسان وژل شوي

په غور کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځ ته شوې ده. غور کې د اسلامي امارت د ملي امنیت مرستیال محمدصادق رصاص وایي، انسان تښتوونکو چې کله هزاره قوم پورې اړوند دوه کسان ووژل، پر طالبانو یې هم ډزې وکړې چې د نښتې په پایله کې دوه انسان تښتونکي ووژل شول او یو‌شمېر یې وتښتېدل.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: طالبان دې د سلام‌وطندار پر خبریال برید وڅېړي

اسیا کې له خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې د سلام‌وطندار راډیو پر خبریال او اډېټور محمد‌علي احمدي وسله‌وال برید افغانستان کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ستر ګواښ بللی دی. اسیا کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږی کوونکی سټیوان بټلر له طالبانو غوښتي چې د یاد برید د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پیل کړي.