د چین بهرنیو چارو وزیر: پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه دې لرې شي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، د امریکا له لوري پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې شي. رویټرز لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د لګېدو بندیزونو په اړه دغه څرګندونې د جي ۲۰ هېوادونو په ناسته کې مطرح کړي دي.

بایډن: طالبان دې د افغان مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی ولري

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د ملګرو ملتونو سازمان ۷۶مې کلنۍ غونډه کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې افغان مېرمې او نجونې باید له ټولو حقونو برخمنې وي او اجازه ولري چې سیاسي، ټولنیزو او نور برخو کې خپله بشپړه وړتیا وښیي.

طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون او وینا غوښتنه کړې

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، طالبانو ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره سهیل شاهین دغه سازمان ته د خپل دایمي استازي په توګه ورپېژندلی او په ملګرو ملتونو کې یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د وینا کولو غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د مخکیني حکومت دایمي استازی غلام‌محمد اسحاق‌زی و.

شنونکي: هېواد کې د ترهګرو ډلو بیا راژوندي کېدل ستر ګواښ دی

وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان ال‌سعود واک ته د طالبانو رسېدل او افغانستان ته د القاعدې شبکې او داعش ډلې راتګ د اندیښنې وړ وباله. د چارو ځينې شنونکي هم د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو سر راپورته کول، جدي او ستر ګواښ بولي.

د سرپرستې کابینې د پاتې غړیو اعلان؛ د لوړې مراسم یې لغوه شوي

 د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د سرپرستې کابینې د پاتې غړيو نوملړ اعلان کړ. اسلامي امارت قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه او عبدالباري عمر او محمدحسن غیاثي یې د معینانو په توګه ټاکلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.

داعش ډلې ننګرهار کې پر طالبانو د وروستیو چاودنو مسوولیت منلی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو پر وړاندې د شویو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، جلال اباد ښار کې په تېرو دوو ورځو کې پنځه چاودنې شوې دي.

په سوېل ختيځ زون کې ۲۰ چاپي رسنيو خپل نشرات درولي

پکتيا کې د رسنيو مسوولان وايي، د نظام په بدلېدو سره ډېری چاپي رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي. د پکتيا پريس کلب مشر فريدالله احمدزي سلام‌وطندار ته وويل په دې ولايت کې د مالي ستونزو  او د کاري چاپيريال د نشتوالي له امله شپږ چاپي رسنۍ، مدار، افغان ننګ، سبا، تحليل، څراغ او پکتيا غږ مهالنۍ نشرات په ټپه ولاړ دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د طالبانو له راتلو سره ۱۵۳رسنیو خپل فعالیتونه درولي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، نږدې ۱۵۳ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او ښځينه خبریالانې هم په رسنیو کې له کار کولو محرومې شي. دغه فدراسیون د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د درملیزو خدمتونو ټولنه: د درملو په بیو کې ۱۵سلنه لوړوالی راغلی

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې د نورو خوراکي او غیرخوراکو ترڅنګ د درملو په بیو کې هم ۱۵سلنه لوړوالی راغلی دی. د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر اسدالله کاکړ وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د درملو بیې له لسو تر ۱۵سلنه لوړې شوي دي.

خلیل‌زاد: د غني تېښتې په سوله‌ییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې کړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په دغه هېواد کې په سوله‌ییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې شي. خلیل‌زاد زیاته کړې چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې.

ملا برادر؛ د ټایمز مجلې د ۲۰۲۱کال اغېز لرونکې څېره

د ټایمز مجلې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۱ کال د نړۍ د سلو اغېز لرونکو څېرو په نوملړ کې اعلان کړی دی. په هغه مطلب کې چې د ملا عبدالغني برادر د پېژندنې په اړه خپور شوی، پکې لیکل شوي چې: «ملا عبدالغني برادر د طالبانو په ډله کې په ۱۹۹۴ کال کې د دغه تحریک له بنسټ اېښودونکو څخه شمېرل کېږي. یو اغېزمن پوځي مشر او د احترام وړ شخصیت دی.»

د طالبانو لوی درستیز: ډېر ژر به منظمه اردو جوړه شي

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر ژر به بېرته منظمه اردو جوړه کړي او په دې برخه کې سلا مشورې روانې دي. هغه ټينګار کړی چې دغه پوځ به داسې روزنه ترلاسه کړي چې وکولای شي، له افغانستان څخه ساتنه وکړي. لوی درستیز وایي، دوی به هغه کسان چې د قوم او مقاومت د «دموکراسۍ څخه په ملاتړ» او د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په نوم د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، له منځه به یې یوسي.