طالبانو په تورخم کې دوه خبریالان وهلي

د اسلامي امارت ځواکونو نن په تورخم ښارګوټي کې د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ او د جاج نیوز وېب‌پاڼې خبریال جاوید رازمند وهلي ټکولي دي.
دغه خبریالان وايي چې پاکستان ته د مسافرو د تګ په اړه د راپور جوړولو په موخه سیمې ته تللي وو چې د طالبانو له لوري ووهل شول. د دوی په وینا، که څه هم د تورخم کمیسارۍ چارواکو سیمې ته د تللو او راپور جوړولو اجازه ورکړې وه، خو طالبانو بیا هم ووهل او وسایل یې ور مات کړل.

یوناما: د افغانستان د اقتصاد پاشلو د مخنیوي لپاره باید ټول بنسټونه کار وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبر لاینز وایي، د افغانستان د اقتصاد پاشلو څخه د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د افغان ولس د ښځو او نارینه‌ وو په ګډون د حقونو ملاتړی او پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي. د ویناپاڼې پر بنسټ، په دغو لیدنو کې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین د خرابوالي او د بشري حقونو د اندېښنو په اړه خبرې شوې دي.

د پخوانیو جهادي رهبرانو نوې جبهه؛ شنونکي یې جوړېدل امتیاز اخیستل بولي

یوشمېر سیاسي او پخوانیو جهادي څېرو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له هېواده تښتېدلي، له هېواده بهر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي مقاومت عالي شورا په نوم د یوې نوې جبهې له رامنځته کېدو څخه خبر ورکړی.

امریکا د پاکستان له خاورې افغانستان کې د پوځي عملیاتو هوکړې ته نږدې شوی

سي‌ان‌ان خبري شبکې رپوټ ورکړی چې د ولسمشر جوبایډن ادارې درېو سرچینو د دغه هېواد قانون جوړونکو ته ویلي، افغانستان کې د پوځي او اطلاعاتي عملیاتو ترسره کولو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه د استفادې لپاره له دغه هېواد سره رسمي هوکړې ته د نږدې کېدو په حال کې دي.

«کابل کې دې د ښځو د لاریون پر مهال د خبریالانو د وهلو پېښه وڅېړل شي»

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په کابل کې د اسلامي امارت له لوري د ښځو د لاریون پر مهال د خبریالانو د وهلو ډبولو پېښې د څېړنې غوښتنه کوي. دا کمېټه وايي چې د ښځو د «بې‌وزلۍ، وزګارتیا او لوږې» په شعار ورکولو سره لاریون کړی و، خو د اسلامي امارت ځواکونو د دغه لاریون پر مهال خبریالان وهلي ډبولي او کنځلې یې هم ورته کړې دي.

کابل کې د ښځو او مدني فعالانو اعتراض پر تاوتریخوالي واوښت

یوشمېر ښځو او مدني فعالانو نن په کابل کې د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت مخې ته په را ټولېدو سره هېواد کې د بې‌وزلۍ، اقتصادي ستونزو او د ښځو د کار او زده‌کړو حق په اړه اعتراض وکړ.
دوی چې د کار، ډوډۍ او زده‌کړې په شعارونو ورکولو سره یې لاریون کړی و، د ښځو حقونو ته د پام غوښتنه وکړه.

روسیه: د افغانستان د مسلې حل د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو پورې تړلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف پرون ورځ په مسکو کې د اسلامي امارت، چین، پاکستان، هند او ایران په ګډون د لسو نورو هېوادونو د استازیو په غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه وکړه او وویل، د دغه هېواد د مسلې حل د ټوله‌ګډونه حکومت جوړېدو پورې تړلی دی.

هرات کې ښوونکي د خپلو معاشونو غوښتنه کوي

نن په هرات کې ګڼو ښوونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه. دوی وایي چې له څلورو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د افغانستان په اړه د مسکو ناسته؛ د طالبانو په رسمیت‌‌پېژندل اجنډا کې نشته

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد له چین او پاکستان سره په خبرو کې غواړي چې د مسکو په ناسته کې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې اعلان کړي. خو د طالبانو په رسمیت پېژندل په دغه اجنډا کې نشته. د مسکو ناسته نن د روسیې په پلازمېنې مسکو ښار کې جوړېږي.

د افغانستان په اړه د ترویکا ناسته؛ امریکا پکې له ګډون ډډه کړې

امریکايي چارواکي وایي چې د افغانستان په اړه به د روسیې په کوربه‌توب د «ترویکا» په ناسته کې ګډون ونه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي، دغه هېواد د فني ستونزو له امله نه شي کولای چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي. نډ پرایس دغه ناسته اغېزمنه او رغنیزه بولي او وایي، امریکا د « ترویکا» بلې ناستې ته د ګډون په موخه په تمه ده.

مسکو سبا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه‌توب کوي

ټاکل شوې سبا په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي به سبا چهارشنبه په دې غونډه کې د طالبانو د رییس‌الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري له افغان پلاوي سره وګوري.
د راپورونو له مخې، یاد لوري نن هم د افغانستان په اړه حاشیوي بحثونه کوي.

امریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای په اړه پلټنې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د ماموریت د پای او وروستیو ډیپلوماټیکو عملیاتو په اړه پلټنې وکړي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسوولانو له قوله لیکلي چې د دغه وزارت پلټونکې به له کابله د امریکايي چارواکو د اېستلو په ګډون، افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیکو فعالیتونو ته بیاکتنه وکړي.

د امریکا له رسوايي دوه میاشتې وروسته؛ زلمي خلیلزاد استعفا وکړه

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم تایید کړې چې د زلمي خلیلزاد استعفا منل شوې او پر ځای یې د هغه مرستیال ټوماس وېسټ ټاکل شوی دی. خلیلزاد له طالبانو سره په میاشتو-‌میاشتو خبرواترو سره ونه توانېد چې د افغانستان قضیې ته سوله‌ييزه حل‌لاره ومومي او طالبانو بالاخره په زوره د واک چارې په لاس کې واخیستې.

د بهرنیو هېوادونو پر پولو د افغان کډوالو وهل کېدل

یوشمېر افغانان چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته له قاچاقي لارو له هېواده وتلي، وايي چې د بهرنیو هېوادونو پر پولو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري نه یوازې وهل ټکول کېږي، بلکې د مرمیو په ویشتلو یې اړ باسي چې بېرته راوګرځي. یو افغان نقیب‌الله ولولجي چې هېواد یې پريښی او غواړي ترکیې ته ولاړ شي، وايي چې د ترکیې پر پولې پوله‌ساتو ځواکونو وهلی او درې ځله یې بېرته را ګرځولی دی.

شنونکي: داعش ډله د نړۍ په کچه قوي ملاتړ لري

وروسته له هغې چې کندوز او کندهار ولایتونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش مرګونو بریدونو ګڼو ملکیانو ته درنه مرګ‌ژوبله واړوله، د دغې ډلې فعالیت په اړه د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د روسیې اندېښنې زیاتې شوې دي. د چارو یو‌شمېر افغان کارپوهان هم داعش ډله افغانستان او سیمې ته ګواښ بولي او په دې باور دي چې دغه ډله قوي بهرنی ملاتړ لري.