پنټاګون: له افغانستانه نامنظم او په بیړه نه وځو

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به په بیړه او نامنظم ډول له افغانستانه را ونه وځي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اسټین پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې له طالب ډلې سره د امریکا په هوکړه کې د شرایطو پر بشپړې ارزونې کار کوي، څو دواړه لوري ورته ژمن وو، که نه.

ناټو د تلپاتې سولې تر راتلو د افغانستان ملاتړ کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې تلپاتې او دوامداره سوله را نه شي، ناټو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې جوړه شي.

ولسمشر: هېواد کې د جګړې د پای او د سولې تامین لپاره فرصت منځته راغلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې اوسمهال په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې ته فرصت منځته راغلی دی او ټينګار کوي چې هېواد کې سوله تامينېږي.

ولسمشر دغه څرګندونې نن له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲مې کالیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني پیغام کې کړي دي. نوموړي زياته کړه: « اوسمهال په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې…

«له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل د شرايطو پر بنسټ کېږي»

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسوول وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د شرایطو پر بنسټ ترسره کېږي.

د يادې اتحاديې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل دغه څرګندونې تېره ورځ وروسته له غرمې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلفوني اړيکه کې وکړې.

طالبان باید د سولې خبرې بېرته پیل کړي

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي، طالبان باید د سولې خبرې اترې بېرته پیل کړي.
نوموړي چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د سیمې هېوادونو او د افغانستان نړیوالو همکارانو له طالبانو غوښتي چې د سولې مذاکراتو مېز ته راشي او ژرترژره دا خبرې بېرته پیل کړي.

بایډن: له افغانستانه د سرتېرو را اېستلو موده له پامه غورځولی شم

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، کولای شي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو موده له پامه وغورځوي.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې بایډن بېګاه د امریکا په دفاع وزارت کې د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال ډیپلوماسي د دغه هېواد د دولت تر ټولو لومړۍ وسیله بللې او په وینا یې، هېڅکله به د امریکا د مهمو ګټو د دفاع په برخه کې له قهریه قوې نه لاس وا نه‌خلي.

د سولې او امنیت لپاره د ښځو د نوښت اېتلاف جوړ شو

د ښځو یوشمېر بنسټونو د «سولې او امنیت لپاره د ښځو نوښت» په نوم یو اېتلاف پرانېسته. دغه اېتلاف له ۱۵ بنسټونو چې په کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي، جوړ شوی دی.
د کلید ګروپ رییسه نجیبه ایوبي وايي، د دغه اېتلاف د جوړېدو موخه د سولې پروسه کې د ښځو د ګډون په اړه ډاډ ترلاسه کول او د مدني ټولنو په ډله کې د هغو بنسټونو ګډ کار دی چې د ښځو له لوري یې مشري کوي.

محب: که طالبان سوله نه کوي، پر وړاندې یې جګړه کوو

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن له نورو لوړپوړو چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، طالبان د نظام ړنګولو هڅه کوي او غواړي واک ترلاسه کړي.
د محب په خبره، طالبان که د ټول هېواد په ورانولو هم کېږي، واک ته د رسېدو لپاره دا کار کوي او په وینا یې، له ځان پرته ورته بل هېڅوک نه افغان او نه هم مسلمان ښکاري.

د انټوني بلېنکن او خلیلزاد لیدنه؛ افغانستان کې پر تلپاتې اوربند بحث شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د دغه وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
بلېنکن په یوه ټویټ کې لیکلي چې له خلیلزاد سره یې په یاده لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د ساتنې، په افغانستان کې یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د یوه بشپړ او تلپاتې اوربند په اړه خبرې کړې دي.

پکتیا کې د جګړې غندلو او د سولې په ملاتړ مشاعره جوړه شوه

لسګونو شاعرانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې جوړې شوې مشاعرې پر مهال په یوه غږ د سولې غوښتنه وکړه.
دا مشاعره چې د سمون ټولنې له لوري جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ، یوشمېر لیکوالانو، د ادب مینه‌والو او ګڼ‌شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

په انځورګرۍ سره د سولې هیله

د کندوز یوشمېر ځوانانو چې د «تيراژ» په نوم یې یوه فرهنګي ډله جوړه کړې، په هېواد کې د روانې جګړې د غندلو او د سولې ملاتړ په موخه پر دېوالونو د انځورګرۍ کمپاین پیل کړی دی.
دوی په دغه کمپاین کې پر دېوالونو انځورونه کاږي او د بېلابېلو شعارونو په لیکلو سره غواړي چې په سوله او جګړه کې د انځورګرۍ رول ته د ټولنې پام ور واړوي.

افغانستان؛ په ۲۰۲۰ کې ۲ زره او ۹۵۸ ملکیان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ټول‌ټال ۸ زره او ۵۰۰ ملکیانو ته په ټول هېواد کې مرګ‌ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲ زره او ۹۵۸ هغه وژل شوي او پنځه زره او ۵۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د دویم مقاومت جوړېدل؛ د ملي روغې جوړې شورا خبر ورکړ

د ملي روغې جوړې شورا سلاکار عبدالبصیر سالنګي په سالنګ کې د عام وژنې ۳۲م تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د دویم مقاومت پر جوړېدو کار روان دی او که د سولې خبرې ناکامې شي، دغه مقاومت به جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د ۵ زره طالب بندیانو له خوشې کولو سره سره دا ډله لا هم پر جګړې ټینګار کوي او په تېرو ۸ میاشتو کې د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

پر اوربند د ولسمشر او عبدالله ټینګار

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، لیکل شوي چې په یاده ناسته کې د ولسمشر مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او سیمه‌ييزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

افغانستان نړیوالې ټولنې ته: طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسئ

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغان حکومت له پاکستان او خپلو نړیوالو شریکانو غواړي چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په پرخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یې د سولې بهیر پر وړاندې ځینې ننګونې هم را ولاړې کړې دي.