د کورنۍ جګړې خبرداری؛ محب: حکومت هم سولې هم جګړې ته چمتووالی نيسي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اندېښنه ښيي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان د کورنیو جګړو ګواښ سره مخ کېدلای شي.

حمدالله محب یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان دولت هم سولې او هم جګړې ته چمتووالی نیسي او په ټول توان هڅه کوي چې د کورنیو جګړو مخنیوی وکړي.

د افغان سولې پروسه ولې لغوه شوه؟

که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او د بهرنیو له لوري پیل شوې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې د هېواد امنیتي واګې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، وسله‌وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر وړاندې جنګېږي او د دغې جګړې نږدې ټوله مرګ‌ژوبله هم افغانانو ته اوړي.