تازه نظرپوښتنه: ۹۳سلنه خلک غواړي له سولې وروسته مېرمنې حکومت کې برخه واخلي

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع یا مجما مسوولان وايي، د دې بنسټ د څېړنې پربنسټ ۹۳سلنه هېوادوال غواړي له سولې وروسته حکومت کې  د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.

د مجما د برنامو مسوول ایوب شهریار نن د «ټول شموله سولې، د ښځو غوښتنې او اندېښنې» په نامه یوې غونډه کې کابل کې وویل، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د دوی د یوې میاشتنۍ څېړنې پایله ښیي چې ۹۳ سلنه هېوادوال له سولې وروسته په حکومت کې د ښځو د حضور غوښتنه کوي.

«سبا دوحه کې د سولې جدي بحثونه پیلېږي»

د ملي مصالحې عالي شورا په دوحه کې د مذاکره کوونکيو پلاويو ترمنځ د جدي بحثونو له پیله خبر ورکوي. د يادې شورا رييس عبدالله عبدالله چې نن په کابل کې د سولې، رسنۍ او مدني ټولنو په نوم یوه غونډه کې وينا کوله وويل، د دوحې د مذاکراتو لومړی پړاو چې پر کړنلاره بحث و، تېر شوی او تېره ورځ هم دواړو لوريو پر اجنډا خبرې کړې دي.

عبدالله زیاتوي چې نن هم د دواړو لوريو مذاکره کوونکيو پلاويو خپلو کې سره سلا مشورې درلودې او په پام کې ده سبا د پلاويو ترمنځ جدي بحثونه پیل شي.

امريکا د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ له لومړنۍ ناستې هرکلی وکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ د لومړنۍ  ناستې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د افغانستان د سياسي رهبرانو اجماع پرېکړې نیونې لپاره يو مهم ګام دی.

نوموړی وايي، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه د سولې خبرو کې د واک د وېش او دایمي اوربند لپاره یو با صلاحیته بنسټ دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ لومړنۍ  ناسته وشوه

له شاوخوا ۷ مياشتو ځنډ وروسته نن په ارګ کې د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته وشوه. د ناستې پرانيسته کې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، سياسي رهبرانو، د حزبونو رهبرانو، د ملي شورا غړيو، ښځو او مدني ټولنو او همداراز د يادې کمېټې غړيو حضور درلود.

دې ناسته کې ولسمشر غني وویل، د روغې جوړې عالي شورا د افغانستان د یووالي استازیتوب کوي او اړتیا ده چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول سره متحد شي.

امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تړلي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تړلې دي. د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلې تر اوسه روښانه نه دي.

د چارو شنونکي: کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر به د پام وړ پایلې ونه لري

یو شمېر پاکستاني او افغان شنونکي وايي، کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر به د پام وړ پایلې ونه لري او دا سفر به هم د نورو پاکستاني چارواکيو د سفرونو په څېر وي.

په داسې حال کې چې دوحه کې د افغان سولې له خبرو شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي او تراوسه مشخصه پایله نه لري، د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي، هېواد یې د القاعدې او د همکارانو د ماتولو په درشل کې دی او ډېر ژر به له افغانستانه سرتېري وباسي.

د ناټو سرمنشي: افغانستان سولې ته رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنه لار پر مخ لري

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره د سولې پروسې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې کړې دي.

د امريکا ټاکنو کې د جوبایډن بریالیتوب او د افغانستان پر سیاسي کشالې يې اغېز

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن خپل جمهوریت پلوه سیال ډونالډ ټرمپ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د دې هېواد ۴۶م ولسمشر شو. بایډن په داسې حال کې واک ته رسېږي چې په افغانستان کې د سولې او جګړې بحثونه تاوده دي او ټرمپ په قطر کې د افغان دولت او طالب استازيو ترمنځ د سولې خبرو پروسه پيل کړې ده.

«د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کوي»

ناټو د ملکي وګړيو پر وړاندې وروستي ترهګریز بریدونه د نه بښونکي جرمونو په توګه ياد کړي او په کلکه يې غندلي دي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو نن په ټوېټ کې وویل چې ناټو نه یوازې پر ملکيانو بریدونه غندي، بلکې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او مرستې چمتو کوي ځکه په خبره يې امنيتي ځواکونه د امنیت ښه کولو لپاره کار کوي.