افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د سیمې د هېوادونو اندېښنې
تاجکستان د افغانستان تحولات او سیمهییزو ګواښونو تر نوم لاندې د سیمې د هېوادونو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه و. په دې غونډه کې د هند، چین، ایران، روسیې، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان د امنیت شورا سلاکارانو ګډون کړی وو. په یاده غونډه کې د سیمې هېوادونو افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه څرګنده کړه.