د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره: د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو

پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو له بریدونو څو ورځې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو نوې وزیرې حنا رباني کهر ویلي، هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

نړیوال بانک افغانستان کې درې پروژې بېرته پیلوي

رویټرز خبري اژانس له دوو باخبره سرچینو راپور ورکړی چې نړیوال بانک افغانستان کې د روغتیا، کرنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برخه کې درې پروژې بېرته پیلوي، خو د پوهنې په برخه کې د نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالرو پروژه به همداراز تړلې وي.  راپور کې ویل شوي چې په دغه ناسته کې به د پیسو نړیوال صندوق، د اسلامي پراختیا بانک او افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي یا یوناما استازي ګډون وکړي.

تاشکند او کابل د افغانستان له خاورې پر ازبکستان د داعش برید رد کړی

داعش ډلې پورې اړوند «اعماق» رسنۍ پر ازبکستاني ځواکونو د توغندیز برید تصویرونه او ویډیو خپاره کړي او ویلي یې دي چې دغه برید دوی کړی دی.

داعش ویلي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترمز سیمه کې یې پر ازبکستاني ځواکونو د «کاتیوشاه» په نوم  ۱۰ راکېټونه توغولي دي.

شنونکي: پاکستان هڅه کوي دغه هېواد کې روانه جګړه افغانستان ته ولېږدوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان له خاورې وسله‌وال ترهګر د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي. دغو څرګندونو ته د چارو کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان کې نیابتي جګړه او ناامنۍ ډېرې شوي او په داسې څرګندونو سره چې افغانستان کې ترهګرۍ دوی ته ګواښ پېښوي، غواړي نیابتي جګړه افغانستان ته ولېږدوي.

پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ دواړو هېوادونو له تېرو څو میاشتو همغږي لرله

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار پر افغانستان له هوايي برید وروسته ویلي، له څو میاشتو راپدېخوا اسلام‌اباد له کابل سره د ډيپلوماټیکو چینلونو له لارې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د امنیت خوندیتوب او همغږۍ په موخه په اړیکه کې و.

ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د پاکستان بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان هوايي بریدونه چې د ښځو او ماشومان په‌ ګډون په‌کې ۴۰ کسان ووژل شول، د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او د امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ له پرېکړه‌لیکونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي او د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه خبرې کړي

هندي رسنیو نن راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌شنکر د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه پر خبرو سربېره د سیمې پر وضعیت د اوکراین د جګړې د اغېزو په اړه هم خبرې کړې دي.

ګبریسوس: د اوکراین په پرتله افغانستان او نورو هېوادونو ته پام نه دی شوی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تېدروس ادهانوم ګیبریوس ویلي، سره له دې چې بشري ناورینونه ټول انسانان یو ډول تر اغېز لاندې راولي، خو دغو ناورینونو سره بیا د نړۍ مبارزه توپیر کوي. دی وايي، نړۍ چې څومره پام اوکراین ته کړی، یوه برخه یې افغانستان او نورو اړمنو هېوادونو ته نه‌دی شوی.

د روان کال تر پایه به د افغانستان کورني ناخالص تولیدات ۳۰ سلنه کم شي

نړیوال بانک ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو کچه ښايي تر ۳۰ سلنې راکمه شي. نړیوال بانک د افغانستان وضعیت په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولیداتو کمښت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا کم‌ساري دي او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

امریکا: د ا.ا واکمنېدو سره افغانستان کې بشري حقونه په جدي توګه نقض شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل کلني رپوټ کې ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان د بشري حقونو او دیموکراتیکو لاسته راوړنو څخه لرې شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې، افغانستان بشري بحران سره هم مخ شوی دی.

د بې‌پولې خبریالانو د ملګرو‌ملتونو له رپورټر څخه له افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې

د بې‌پولې خبریالانو سازمان افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو میلتونو له ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ ملاتړ او ساتنه وکړي.

اسوشیټېډپرېس: افغانستان کې د داعش بریدونه کم او پاکستان کې ډېر شوي

اسوشیټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې افغانستان کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونه کم؛ خو پاکستان کې د دې ډلې بریدونه زیات شوي دي. د راپور له مخې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د داعش د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي نښې لیدل کېږي؛ چېرته دغه ډله شیعه وګړي په نښه کوي.

د افغانستان بشري ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «UNHCR» په افغانستان کې د ناورین د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د خوراکي توکو له  کم‌ساري کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دی. دغې ادارې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي. د افغانستان ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي دي.

د ایران سفارت: د کابل او تهران د اړیکو خرابولو لپاره دسیسې روانې دي

په کابل کې د ایران سفارت نن یکشنبه پر خپل ټویټرپاڼه په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره «فتنې او دسیسې» روانې دي.

په ویناپاڼه کې راغلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایرانیانو له لوري د افغان کډوالو د زورونې ویډیوګانې، د دواړو هېوادونو د اړیکو  خرابولو لپاره پلان شوي دي.