د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي سیستم وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د روغتیايي سیسټم له پاشلتیا څخه د مخنیوي بشردوستانه هڅې بسنه نه کوي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس ایلوي فیلیون پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، ګڼشمېر هغه نړیوال بنسټونه چې په افغانستان کې یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، د بودیجې د نهشتون له کبله یې فعالیتونه درېدلي او دغه چاره د دې لامل شوې چې روغتیايي چوپړتیاو ته د افغانانو لاسرسی محدود شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د سره صلیب کمېټې رییس ټينګار کړی چې دغه بنسټه هڅه کوي، څو د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشلتیا مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړې، بشردوستانه هڅې په یوازې نهشي کولای د افغانستان د روغتیايي سیستم اړتیاوو ته ځواب ووايي او نړۍ باید دې برخه کې پانګونه وکړي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر که څه هم د افغانستان د روغتیا برخه کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له هڅو هرکلی کوي، خو یادې هڅې کافي نه بولي.
هغه سلاموطندار ته وايي چې د افغانستان روغتیايي سیستم نورو پورې تړلی جوړ شوی او له همدې امله دغه مرستې بسنه نه کوي. د نوموړي په وینا، تر هغو چې اسلامي امارت په خپلو پښو درېږي، ملي او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
له دې وړاندې هم یوشمېر نړیوالو بنسټونو د افغانستان روغتیايي نظام له پاشلتیا څخه خبرداری ورکړی وو. د ژغورنې نړیوالې کمېټې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي و چې د افغانستان روغتیايي نظام د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او ښايي د یاد هېواد ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.