ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، د «حق او عدالت غږ بندولو او فساد سره د مبارزې په موخه» د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د رهبرۍ بدلون لپاره «وروستۍ هڅې او توطئې» شنډې شوي دي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د مخکیني بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر لیک چې محمد ولي نعیمي یې ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په توګه معرفي کړی وو، د دغه سازمان له خوا نه دی منل شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فایق زیاته کړې چې د تېر په څېر ټولو ستونزو او ننګونو سره یو ځای د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرستۍ چارو ته دوام ورکوي او د ملي ګټو پر اساس هېوادوالو څخه ملاتړ او اوسني بحران څخه د وتو لپاره هڅې خپل مسوولیت بولي.

ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د روانې فبروري میاشتې په ۸ نېټه اعلان وکړ چې د دغې استازولۍ مرستیال محمد ولي نعیمي دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرستي په غاړه اخیستې ده.

دغې استازولۍ یوه اعلامیه کې ویلي وو چې ملګروملتونو کې د افغانستان د پخواني سفیر او استازي غلام محمد اسحاق‌زي له استعفا وروسته، د «افغانستان د اسلامي جمهوري بهرنیو چارو وزارت» د محمد ولي نعیمي روغتیايي ستونزو ته په پام، نصیراحمد فایق ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په توګه ټاکل شوی وو.

اعلامیه کې ویل شوي وو چې ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په توګه د محمد ولي نعیمي ټاکل کېدل له وړاندې د «افغانستان د جمهوري اسلامي دولت د بهرنیو چارو وزیر» محمد حنیف اتمر له خوا د یوه لیک پر اساس د ملګروملتونو سرمنشي ته معرفي شوی دی.

خو فایق له دغه موقف څخه د هغه د ګوښه‌ کولو لپاره د پخواني دولت د چارواکو هڅې توطئه وبلله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د افغانستان د مخکیني حکومت له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ بحثونه او ناندرۍ راپورته کړي. اسلامي امارت قطر کې د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د دغې څوکۍ لپاره د نوماند په توګه معرفي کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام