د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په دغه هېواد کې په سولهییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د بریټانیې له فایننشال ټایمز ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې چې پرون خپره شوې ویلی، له افغانستان څخه د ولسمشر غني له وتلو او کابل ته د طالبانو له راتلو ساعت وړاندې، دواړو لوریو دا منلې وه چې ولسمشر غني دې تر هغو خپلې دندې ته دوام ورکړي، څو چې دغه لوري د راتلونکي حکومت په اړه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
- «ښايي د خلیلزاد د مشارکتي حکومت وړاندیز ګټور وي»
- خلیلزاد: افغانانو دا فرصت ترلاسه کړی چې د هېواد راتلونکی په خپلو لاسونو جوړ کړي
- خلیلزاد: د اوسني وضعیت ځواب یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټينګار کړی چې په ناڅاپي توګه له کابل څخه د ولسمشر غني تېښته، د دې لامل شوه چې د افغانستان امنیتي ځواکونه خپله دنده پرېږدي او ورسره طالبان د کابل ښار ته دننه شي.
زلمي خلیلزاد همداراز وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه یې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې.
طالبان د زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ښار ته راننوتل او سملاسي ولسمشرۍ ماڼۍ ته داخل شول. دغې ډلې د وږي په ۱۶مه خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. د طالبانو د اعلان شوې کابینې د نوملړ پربنسټ، محمدحسن اخند د رییس الوزرا، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي یې د مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.