باختر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، یو‌شمېر هغه پوځي وسایط، وسلې او مهمات چې د مخکیني حکومت د پرځېدو پرمهال ایران ته لېږدول شوی وو، بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

باختر ویلي چې دغه پوځي وسایط او تجهیزات د اسلامي امارت د مسوولانو له هڅو وروسته پرون ایراني چارواکو اسلا‌کلا بندر کې افغان لوري ته سپارلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو سره هم‌مهاله، پوځي تجهیزات او وسایط ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې تو ګه ایران او پاکستان ته قاچاق شوي، خو د کورنیو چارو وزارت بیا دغه راپورونه بې‌بنسټه وبلل.

بل‌خوا د مخکیني حکومت د پرځېدو پرمهال د پوځ یو‌شمېر الوتکې بیا ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته لېږدول شوي دي. د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد له دغو هېوادونوغوښتنه کړې چې د افغانستان د پوځي الوتکې او چورلکې دې بېرته ورکړي.

خو د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان اف کربي په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د مخکیني حکومت د پوځ الوتکې به د اسلامي امارت په واک کې ورنه کړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي همداراز ویلي چې تراوسه له افغانستان څخه بهر د وړل شویو الوتکو په اړه پرېکړه نه ده شوې او پنټاګون په دې برخه کې کار کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام