د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویرووس د شکمنو کسانو ۱زرو او ۸۰۹ پېښې یې کتلي چې ۳۰۳ هغه یې مثبتې ختلي او په دې موده کې بیا له دې ناروغۍ څخه ۱۱ کسان مړه شوي دي.
پر کورونا ویرووس د اخته کسانو تازه شمېرې په ۲۲ ولایتونو کې ثبت شوي چې ورسره په یوه شپه او ورځ کې له دې وبا څخه ۱۰۸ناروغان بېرته رغېدلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په هېواد کې د کورونا وبا له خپرېدو تر دا مهاله ۴۳۴زره او ۵۰۶ کسان چې د کورونا شک پرې کېده کتلي چې له ډلې یې ۶۴زره او۱۲۲ کسان پر دې ویرووس اخته پېژندل شوي او ۲زره او ۷۶۲ کسانو بیا د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدا راز ۵۵زره او ۱۱۸ کسان چې په ټول هېواد کې پر دې ناروغۍ اخته شوي وو، بېرته رغېدلي دي.
- ګاونډیو هېوادونو کې د کورونا پېښو زیاتوالي په اړه د روغتیا وزارت اندېښنې
- عامې روغتیا وزارت: کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه کړي
- کورونا په میدان وردګ کې خلک پر رواني ناروغۍ اخته کړي
په نړۍ کې تر دا مهاله پر کورونا ویرووس ۱۶۴میلیونه او ۳۰۴زره کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۳ میلیونه او ۴۰۵ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۴۳میلیونه او ۸۱زره نور کسان پر دې ناروغۍ تازه اخته شوي.
تراوسه په امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیې او روسیه کې د نورو هېوادونو په پرتله د کورونا ویرووس ډېرې پېښې ثبت شوي دي. امریکا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د کورونا ویرووس له امله ډېره مړینه لري، په دغه هېواد کې تراوسه د کورونا له امله نږدې ۶۰۰زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.