د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون نن د کډوالو او راستنېدونکو، کار او  ټولنیزو چارو او د لوړو زده‌کړو وزارتونو او د تخنیکي او مسلکي ادارې سره د همکاریو پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د دې ادارو مسوولان وایي چې په یادو هوکړه‌لیکونو کې د کاري بهیر ساده‌کول، د کارکوونکو ظرفیت لوړول، د مراجعینو شکایتونو ته رسېدنه او د بشري مرستو عادلانه وېش شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملکي خدمتونو د پروسو د ساده کولو رییس بريالی ابدالي وايي چې د یادو هوکړه‌لیکونو موخه، مراجعينو ته د اسانتياو برابرول، د خدمتونو وړاندې کول او د فساد له‌منځه وړل دي.

هغه زیاتوي چې د کاري پروسو ساده‌کولو بهیر په ځینو دولتي ادارو کې په عملي توګه پیل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رییس غلام‌حیدر شهامت وویل چې په دولتي ادارو کې د کاري بهیر ساده‌کول باید د نورو بنسټونو سره په همغږۍ په رڼه توګه ترسره شي.

دولتي ادارې په داسې حال کې د اداري کارونو د ګړندي کولو په موخه د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک خبر ورکوي چې له ډېرې مودې راهیسې خلک په دولتي ادارو کې د اوږدمهاله کاري بهیر له امله نیوکه کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام