جوزجان ولايت کې د «پېروزي» په نوم د بنسټ مسوولان وايي، د ياد ولايت د پوهنې رياست په مرسته يې د يوې سروې پر بنسټ په دې ولايت کې جوګي ماشومانو لپاره د درس يو ټولګی جوړ کړی دی.

په دې ټولګي کې ۶۰ جوګي ماشومان په دوه بېلابېلو وختونو کې زده‌کړې کوي.

د ياد بنسټ د مسوولانو په وينا، د دې ولايت جوګيانو وروسته له هغې چې پېژندپاڼې واخيستې، د زده‌کړو حق يې ترلاسه کړ.

جوزجان کې د «پېروزي» بنسټ مسووله سمیرا ملکیار وايي، ياد بنسټ د جوګيانو له کورنيو نږدې ۱۰۰ نجونې او هلکان چې د ښوونځيو ته په شرایطو برابر و، پېژندلي چې له دې ډلې ۶۰ يې اوس په دوه وختونو کې په يوه ټولګي کې زده‌کړې کوي او نورو ته به هم ډېر ژر د زده‌کړو زمينه چمتو کړي.

د ياد بنسټ د سروې له مخې په دې ولايت کې اوس مهال ۶۵ جوګي کورنۍ ژوند کوي چې ۳۵۰ کسان کېږي.

د جوزجان د پوهنې رييس صالح‌محمد صالح وايي، د جوګيانو دغه درسي ټولګی د يوې کيږدۍ لاندې تدريس کېږي چې دوه ښوونکي لري.

صالح وايي، د جوزجان د پوهنې رياست به د جوګي ماشومانو د زده‌کړو، ظرفيت لوړونې او پياوړي کولو برخه کې هر ډول هڅې وکړي.

ياد ولايت کې د جوګي کورنيو استازی وايي، دوی له کلونو راهيسې په دې تمه وو چې پېژندپاڼه به اخلي او ماشومان به يې ښوونځيو ته لاړ شي.

د هغه په خبره، دوی هڅه کوي چې خپلو ماشومانو باندې تر هغې کچې زده‌کړې وکړي چې اولادونه يې د ولسي جرګې غړي او حتا ولسمشران شي.

د يادولو ده چې افغانستان کې جوګيان له دې وړاندې له پېژند پاڼې او له زده‌کړو بې‌برخې وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام