د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د رسنیو برخې مسوول محمدکریم ناصري د خصوصي پوهنتونونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغو پوهنتونونو کې د نوملیکنې کچه ۶۰ سلنه را کمه شوې ده.

د هغه په وینا، که څه هم خصوصي پوهنتونونو د ټولو تحصیلي دورو فیس د پام وړ کم کړی، خو بیا هم څوک نوملیکنه نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خصوصي پوهنتونونو یوشمېر زده‌کړیالانو هم سلام‌وطندار ته ویلي چې د سیاسي بدلونونو له راتلو وروسته یې په ټولګیو کې د زده‌کړیالانو شمېر کم شوی دی.

د یوه خصوصي پوهنتون زده‌کړیاله شکېبا ابراهیمي په هېواد کې د لوړو زده‌کړو وضعیت ناهیلی کوونکی بولي.

شکېبا وايي، د اسلامي امارت په نظام کې د ځوانانو، په تېره د ښځینه‌وو برخلیک ناڅرګند دی او همدا لامل دی چې نجونې او هلکان په خصوصي پوهنتونونو کې د پیسو په بدل کې زده‌کړو ته زړه نه ښه کوي.

یوه بله زده‌کړیاله مهریه وايي، د هېواد ګونګ وضعیت او اقتصادي ستونزو یې ګڼ‌شمېر ټولګیوال د زده‌کړو پرېښودو ته اړ کړي دي. هغه وايي، ځوانان، په تېره نجونې د زده‌کړو روحیه نه لري او نه یې هم کومه هیله ورسره تړلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت پر هېواد له واکمنېدو وروسته په پوهنتونونو کې د جنسیتي تفکیک طرحه وړاندې کړه چې پر بنسټ یې، نجونې او هلکان باید په جلا جلا ټولګیو او وخت کې زده‌کړې وکړي. اوس سره له دې چې د اسلامي امارت له راتګ څخه څه باندې درې میاشتې تېرېږي، خو بیا هم دولتي پوهنتونونه رخصت دي او خصوصي هغه هم له ناسم وضعیت سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام