خصوصي پوهنتونونو کې د نوملیکنې کچه ۶۰ سلنه را ټیټه شوې

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د رسنیو برخې مسوول محمدکریم ناصري د خصوصي پوهنتونونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغو پوهنتونونو کې د نوملیکنې کچه ۶۰ سلنه را ټیټه شوې ده. د هغه په وینا، که څه هم خصوصي پوهنتونونو د زده‌کړو فیس راک کم کړی، خو بیا هم څوک نوملیکنه نه کوي.

له افغانستانه روسیې او منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د ورتګ په اړه اندېښنې

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال الکسانډر ګوربینکین روسي رسنیو ته ویلي چې د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته د ترهګرو د ورتګ او نشه‌یې توکو د وروړلو په اړه اندېښنه لري.
نوموړي ویلي، اوس د افغانستان وضعیت نه شي اټکل کېدای چې په کومه روان دی او په خبره یې، دوی دغه وضعیت اندېښمن کړي دي.