ملګرو‌ ملتونو د درېوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی

وروسته له هغې چې د ښځو فعاله پروانه ابراهیم‌خېل له بنده خوشې شوه، داسې راپورونه خپاره شوي چې نیول شوې درې ښځینه فعالانې هم له بنده ازادې شوي، خو تراوسه په رسمي توګه دا راپورونه نه دي تایید شوي. یوناما د یادو ښځينه فعالانو له خوشې کېدو  هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د نیول شویو ښځو خوندیتوب او سلامتي لویه اندېښنه ده.

امریکایي مدافع وکیل: د اسعارو زېرمو په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړه ښکاره غلا ده

د بشري حقونو مدافع وکیل او په الیانوس پوهنتون کې د نړیوالو حقوقو استاد پروفیسو فرانسیس بویل وايي چې د اسعاري زېرمو په اړه د جوبایډن پرېکړه د افغانستان خلاف یوه غیرمشروع اقتصادي جګړه او ښکاره غلا ده. 

د افغانستان د ازادو شویو پیسو په اړه د بایډن فرمان ته غبرګونونه

پرون  د امریکا ولسمشر جو بایډن یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوي اووه میلیارده ډالر ازاد شول. د بایډن د لاس‌لیک شوي فرمان پر بنسټ، د افغانستان له اووه میلیارډه ۳،۵ میلیارډه ډالر د سېپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. اسلامي امارت دغه فرمان ته غبرګون ښودلی او هغه یې غیرانساني پرېکړه بللې ده.

د سولې په چارو کې د غني ځانګړی استازی بېرته هېواد ته راستون شوی

د مخکیني حکومت د سولې په چارو کې د دولتی وزیر او د افغان سولې په چارو کې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي نن بېرته هېواد  ته راستون شوی دی. په خپره شوې ویډیو کې امیرخان متقي هېواد ته د عبدالسلام رحیمي له راستنېدو څخه هرکلی کړی او دغه ګام یې د ټولو په ګټه بللی دی.

بایډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ولکې په لټه کې دی

د بشري حقونو څار بنسټ د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغه فرمان نیوکه کړې چې له مخې یې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. دغه بنسټ ویلي چې د امریکا ولسمشر غواړي د افغانستان پر کنګل شوې شتمنۍ ولکه خپله کړي.

د اسلامي امارت له لوري د دوو خبریالانو خوشې کېدل؛ یوناما یې هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو استازولي یا یوناما د هغو دوو خبریالانو له خوشې کېدو هرکلی کړی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ سره یې کار کاوه او د اسلامي امارت له لوري نیول شوي وو. یوناما ټینګار کړی، هغه وخت رارسېدلی چې خپلسره نیونو پای ته ورسېږي او هغه کسان چې بې ګناه بندیان شوي ازاد دې شي.

ګوتیرېش: نړیوال دې له افغانستان سره د مرستو په اړه زموږ له هڅو ملاتړ وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانان له بشري ناورین سره چې په نړۍ کې په چټکۍ په پراخېدو دی، مخامخ دي. ګوترېش ویلي، ټاکل شوې ملګري ملتونه څه د پاسه ۲۲ میلیونه اړمنو سره مرسته وکړي، خو د خپلې اړتیا وړ بودجې ۹سلنه یې ترلاسه کړې.  د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له ځنډ پرته دې د دغه بنسټ د هڅو ملاتړ وکړي.

د غور ولایتي روغتون کې د بستر، درملو او د روغتیایي امکاناتو د کمښت په اړه د خلکو شکایت

 یو شمېر ناروغ‌لرونکي چې خپل ناروغان یې د غور مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره بیولي او اوونۍ کېږي چې د خپلو ناروغانو روغتیایي حالت ښه کېدو ته په تمه دي، د دغه ولایت روغتون کې د بستر، درملو او روغتیايي امکاناتو کمښت څخه شکایت کوي.