هېڅ خصوصي شرکت یا ورکشاپ د مخابراتي وسایلو د ترمیم او پروګرام حق نه لري
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېڅ خصوصي شرکت یا ورکشاپ د مخابراتي وسایلو د ترمیم یا پروګرام حق او اجازه نه لري.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېڅ خصوصي شرکت یا ورکشاپ د مخابراتي وسایلو د ترمیم یا پروګرام حق او اجازه نه لري.
د جوزجان د امربالمعروف او نهی عنالمنکر رییس محمد یاسین وقاص او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ امر بسمالله نصرت نن د جوزجان له سیمهییزو راډیوګانو څخه لېدنه وکړه او د دغو رسنیو له مسوولانو څخه یې وغوښتل چې خپلې خپرونې دې د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره سم چمتو او خپرې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې کابل کې د روانو چاڼیزو عملیاتو پرمهال یې ۶ داعشیان او د ۹ انسان تښتونکو سربېره یوشمېر وسلې او نور مهمات هم نیولي دي.
د پوهنې وزارت چارواکي وایي، د دې وزارت له لوري د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانستل کېدو طرحه بشپړه شوې او سبا دوشنبه به د تصویب په موخه د اسلامي امارت کابینې ته واستول شي.
د چارو یوشمېر شنونکي وايي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به د دې لامل شي چې نړیوال افغانستان له پامه وغورځوي او خپل ټول تمرکز د اوکراین پر کړکېچ ورټول کړي. د دوی په وینا، اروپایي هېوادونو کې هم ځینې کسان د اوکراین او یوشمېر هم د روسیې پلوي دي چې په دې سره ښايي افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام کم شي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا دوشنبه له کوربه بنګلهدېشلۍ لوبډلې سره خپله درېیمه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.
پاکستاني رسنیو رپوټونه ورکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده.
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له دوام څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې پر اوکراین د روسیې یرغل به د نړیوالې جګړې لامل شي.
په بدخشان کې دوو خبریالانو ناظم قاسمي او باعث حکیمي په خپل شخصي لګښت د یاد ولایت په مرکز فیضاباد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې ده. دغو دوو خبریالانو د یادې کارخونې مسوولیت ښځو ته سپارلی چې له کومې ستونزې پرته خپل کارونه وکړي.
په کندهار کې د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن یکشنبه بېرته د مسافرو پرمخ پرانستل شوه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ضمني توګه خبرداری ورکړی هر هېواد چې اوکراین کې پوځي لاسوهنه وکړي، هغه به د اټومي برید اقدام وکړي. اوس پوښتنه دا ده چې لوېدیځ هېوادونه څومره باید دغه خبرداری جدي ونیسي؟ داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو په شمول د ناټو اېتلاف ډاډ ورکوي چې هغوی به اوکراین کې نظامي ګډون ونه لري.
له وړمې ورځې راهیسي د هېواد د پلازمینې کابل ځینې برخې پوځي څېره خپله کړې او د اسلامي امارت سرتېرو کور په کور تلاشي پیل کړې ده. خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د خپلو کورونو له پلټنو څخه شکایت کړی.
د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په سړو سیمو کې د (کب په ۷نېټه) یعنې د شنبې په ورځ ټول دولتي پوهنتونونه په رسمي ډول پیل شول.
د میدان وردګ روغتیايي مسوولان وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې د دې ولایت په مرکز او نورو سیمو کې ۴۰ کسان سپیو داړلي دي.
له افغانستان سره د بشري مرستې په موخه د هندوستان له لوري پنځوس زره ټنه مرسته شوي غنم چې له څه مودې راهیسې يې افغانستان ته د لېږد پر سر جنجال موجود و نن شنبه یې لومړۍ جوپه د ننګرهار تورخم ښارګوټي ته راوسېده.
د بادغیس یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د دغه ولایت د احصاییې او معلوماتو اداره د پېژندپاڼو د تایید لپاره له دوی څخه پیسې اخلي چې ګنشمېر یې روانو حالاتو ته په کتو د ورکولو توان نه لري.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون