د رسنیو مالي ستونزې؛ لغمان کې د یوې خصوصي راډیو نشرات بند شوي

د «خیبر نوښت» راډيو مدیر مسول کيهان محمدزي وویل، دغې راډیو له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې لغمان او شاوخوا سیمو کې د ایف‌ایم پر ۹۴،۵ څپه خپرونې کولې چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته مالي ستونزو سره مخ شوه.
هغه وايي، د څلورو نجونو په ګډون یې ۲۲ کارکوونکي درلودل او د منابعو نشتوالي له کبله اړ شول، چې نشرات بند کړي.

نړیوال بانک د افغانانو د ملاتړ پرمختیايي کړنلاره تصویب کړه

نړیوال بانک ویلي، د افغانستان د بیارغونې صندوق او د نړیوالې ټولنې د تمویلوونکو په غوښتنه، د دغه بانک مشرتابه پلاوي د افغانانو د ملاتړ لپاره پرمختیايي کړنلاره تصویب کړې .
د نړیوال بانک اعلامیه کې راغلي چې د دغې کړنلارې پربنسټ د افغانستان د بیارغونې صندوق یو میلیارد ډالر ملګروملتونو او غیردولتي نړیوالو سازمانونو ته ځانګړي کیږي.

کابل کې کور په کور د امارت پلټنه؛ د بښنې سازمان: ژرترژره دې ودرول شي

د بښنې نړیوال سازمان په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د تصفیوي عملیاتو د دوام په اړه ویلي چې دغه عملیات د بشري حقونو له معیارونو څخه سرغړونه ده او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

مجاهد: د قانوني اسنادو لرونکي کسان له هېواد څخه بهر تللی شي

دوه ورځې مخکې ( یکشنبې په ورځ د کب په ۸ نېټه) د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه کسان چې مشکل نه لري بهرنیو هېوادونو ته د تګ اجازه نه لري. هغه ویلي په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان په ډېر بد وضعیت سره ژوند کوي.

د دوحې هوکړه‌لیک عملي کېدو ته هیله‌مندي؛ سرغړونې به یې ناوړه پایلې ولري

له نن څخه دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو. له هغه وخت راهیسې دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي چې تړون کې پر شویو هوکړو عمل نه کوي. د شنونکي په وینا، که امریکا او اسلامي امارت دې تړون ته ژمن پاتې نشي، پایلې به یې ناوړې وي

ملګري ملتونه سبا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي

ټاکل شوې د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته وکړي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما ویلي چې سبا به د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو‌ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز به په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه رپوټ هم وړاندې کړي.

دلاور: امریکا د افغانستان د وېش په پلمه د اډو غوښتنه کوله

د اسلامي امارت د کانانو او پطرولیم وزارت سرپرست کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دوحې د سولې خبرو پرمهال امریکايي لوري له دوی څخه په افغانستان کې د اډو غوښتنه کوله چې دوی ورسره مخالفت کړی. د هغه په وینا، امریکا ټينګار کاوه که اډه ورنه کړل شي، نو دغه هېواد به ووېشل شي.

د مدافع وکیلانو ټولنه: عدلیې وزارت مو د وزیرانو شورا د تصویب خلاف فعالیتونه ځنډولي

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د وزیرانو شورا د تصویب خلاف د مدافع وکیلانو د ټولنې فعالیتونه ځنډولي دي. هغوی وایي؛ د عدليې وزارت د وزیرانو شورا له مصوبې څخه په ناسم تعبیر اخیستو سره غواړي چې دا ټولنه منحل اعلان او مال، توکي، شتمني او د دې ټولنې په بانکي حساب کې شته پیسې دغه وزارت ته انتقال کړي.

د هېواد په کچه د کورونا واکسین د تطبیق کمپاین پیلېږي

عامې روغتیا وزارت د ټول هېواد په کچه د کورونا واکسین د تطبیق کمپاین د پیلېدو خبر ورکړ. د دغه وزارت یاند جاوید هژیر سلام وطندار ته وویل؛ هېوادوال کولای شي د مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له روغتیایي مرکزونو د کورونا واکسین ترلاسه کړی.

د دوحې هوکړه د «افغانستان اسلامي جمهوریت» د پرځېدو لامل شوه

د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او د اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه لاسلیک شوه چې سبا یې دوه کاله پوره کېږي.

 دغه هوکړه چې د دوحې هوکړې په نوم نومول شوې په قطر کې د اسلامي امارت د هغه وخت سیاسي مرستیال عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ترمنځ لاسلیک شوه.