عامې روغتیا وزارت د ټول هېواد په کچه د کورونا واکسین د تطبیق کمپاین د پیلېدو خبر ورکړ. د دغه وزارت یاند جاوید هژیر سلام وطندار ته وویل؛ هېوادوال کولای شي د مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له روغتیایي مرکزونو د کورونا واکسین ترلاسه کړی.

هژیر وایي، عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې روغتیایي مرکزونو ته د کورونا درې میلیونه ډوزه واکسین ورکړي څو زیات شمېر هېوادوالو واکسین شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې د تېرو اوونیو په پرتله د کورونا مثبتې پېښې او د تلفاتو شمېر راکم شوی دی.

هغه وایي،  په تېرو۲۴ ساعتونو کې د ۱زرو ۹۲ مشکوکو پېښو له ډلې، ۲۱۵ یې مثبتې وې، په داسې حال کې چې پر کورونا ۵۹۱ اخته ناروغان بېرته د همدې مودې په ترڅ کې ښه شوي دي او ۵ تنه نور بیا د کورونا له امله مړه شوي هم دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کورونا واکسین د تطبیق کمپاین داسې مهال پیل‌ېږي چې د عامې روغتیا وزارت چارواکو څو موده مخکې ویلي وو چې د هېوادوالو د نه پاملرنې له امله د کورونا وېروس مثبثې پېښې زیاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام