د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د مخکیني حکومت د اجراییه ریاست مرستیال انجینیر محمدخان په کور کې دننه د وسله‌والې نښتې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې په یاده نښته کې د محمدخان یو زوی او ساتونکی یې وژل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه پېښه بېګاه شپه رامنځته شوې چې د محمدخان مېرمن او یو نږدې خپلوان یې ټپیان شوي هم دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مځې یاده پېښه د کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د وزارت له قوله په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري یو کس نیول شوی او اوس ترې پوښتنې او ګروېګنې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام