د مخکیني حکومت د سولې په چارو کې د دولتی وزیر او د افغان سولې په چارو کې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي نن بېرته هېواد  ته راستون شوی دی.

د افغانستان ملي ټلویزیون نن د یوې ویډیو په خپرولو سره هېواد ته له راستنېدو  وروسته د رحیمي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره یې د لیدنې خبر ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په خپره شوې ویډیو کې امیرخان متقي هېواد ته د عبدالسلام رحیمي له راستنېدو څخه هرکلی کړی او دغه ګام یې د ټولو په ګټه بللی دی.

متقي په دې ویډیو کې رحیمي ته وايي: «اوس چې هېواد ته راغلی یې، نو کولای شې چې یوه ورځ په ټلویزیوني بحث خپل نظر وړاندې کړې، حتا د حکومت پر خلاق کې هم وي کولای یې شې.»

متقي په دغه لیدنه کې ویلي چې اوس کابل ښار کې پوځي سمنتي دیوالونه نشته او  شتمن او بې‌وزله له کومې اندېښنې پرته په ښار کې تګ راتګ کوي او خپل ژوند پرمخ بیايي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالسلام رحیمي د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د حکومتولۍ پرمهال د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د حکومت په وروستیو میاشتو کې د مخکیني ولسمشر له لوري د سولې په چارو کې ځانکړی استازی وټاکل شو چې د نظام د ړنګېدو پرمهال له هېواده وتلی و او اوس بېرته هېواد ته راغی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام