ا.ا: پاکستاني طالبان د افغانستان شمالي ولایتونو ته نه دي لېږل شوي

اسلامي امارت د تخار دشت‌قلعه ولسوالي ته د پاکستاني طالبانو د ۳۲۰ غړیو لېږد په اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسټه بللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي، یوازې هغه پاکستاني کډوال نورو ولایتونو ته لېږدوي چې د پاکستان حکومت یې ډیورنډ فرضي کرښه کې د شتون په اړه اندېښنه لري.

افغان ښځې: حکومت دې زموږ پر زده‌کړو او کار محدودیتونه لرې کړي

له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې افغان نجونې او مېرمنې له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او له زده‌کړو او کار څخه راګرځول شوي دي.

یو‌شمېر هغه ښځې او نجونې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او کورناستي ته اړ شوي، سلام‌وطندار ته وايي، روان لوی اختر یې په خوښۍ نه دی نمانځلی.

د ګیان ولسوالي روغتیايي مرکز ته هره ورځ پر خوارځواکۍ اخته ۳۰ ناروغان مراجعه کوي

د پکتیکا زلزله ځپلې ګیان ولسوالي روغتیايي چارواکي وايي چې یاده ولسوالي کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېرمنو شمېر لوړ شوی دی.

یاده ولسوالي تېرکال یوې مرګونې زلزلې وځپله چې له امله یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼ‌شمېر یې ټپیان او د دې ولسوالي نږدې ټول کلي له یوې مخې پر کنډواله بدل شول.

بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د یوه کس له لوري د «قران» سوځول غندلي

د بهرنیو چارو وزارت په سوېډن کې د یوه جومات مخې ته د لوی اختر لمانځه پر مهال د یوه کس له لوري د «قران کریم» سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنج‌شنبه د چنګاښ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه کړنه د اسلام دین او نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

اختر او چمتووالی؛ د کابل اوسېدونکي: امنیتي ځواکونه دې له ګڼې‌ګوڼې ډکې سیمې وڅاري

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي د اختر په درشل کې له امنیتي بنسټونو غواړي چې پلازمېنه کې د احتمالي امنیتي پېښو مخنیوي لپاره چمتووالي ډېر او د خلکو امنیت ټينګ کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالقدیر سلام‌وطندار ته وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې ګڼ‌شمېر خلک جوماتونو او تفریحي ځایونو ته ځي او په وینا یې، د چاودنې او غلاوو پېښو له امله وېره لري.

د اختر شپو او ورځو کې د کابل امنیت لپاره ۱۰زره سرتیري ګومارل شوي

د «۳۱۳ مرکزي» قول‌اردو مرستیال امین‌الله طیب سلام‌وطندار ته ویلي، د اختر شپو او ورځو کې د مرکزي زون په ځانګړې توګه د کابل امنیت خوندیتوب لپاره یې ۱۰زره سرتیري ګومارلي. د نوموړي په وینا، د کابل ښار په کچه «چک‌پواینټونه» ډېر شوي او د اختر پر مهال به ټول امنیتي منسوبین پر خپلو دندو حاضر وي.

د بندخونو چارو د تنظیم اداره: په بندخونو کې هېڅ سیاسي بندي نه لرو

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې د داعشیانو په ګډون، هېڅ سیاسي بندي د دې ادارې په اړوندو بندخونو کې نشته.
د مسوولانو په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له ۱۷ زره او ۶۰۰ ډېر بندیان لري چې شاوخوا ۵۵۰ هغه یې ښځې دي. مسوولان زیاتوي چې د ښځو ډېرې دوسیې د اخلاقي فساد او وژنو دي.

د افغانستان له لارې له ترکمنستانه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ طرحه تایید شوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده سلام‌وطندار ته وايي چې دغه طرحه به په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي توګه پلې او دې موده کې به یې د افغانستان پر کورني بازار د اغېزو تر ارزونې وروسته د دایمي پلي‌کېدو په تړاو ګامونه واخیستل شي.

د کابل اوسېدونکي: د کمزوري اقتصادي له امله اختر ته چمتووالی نه‌لرو

د لوی اختر په رارسېدو سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د جامو او د وچې مېوې پېرلو توان نه‌لري او د اختر ورځو لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولی.

د کابل ښار د «قلعه‌فتح الله» اوسېدونکی صبور سلام‌وطندار ته وايي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او له همدې امله راتلونکي لوی اختر لپاره د وچې مېوې اخیستو توان نه‌لري.

د غزني اوسېدونکي: د ښځینه ډاکټرانو کمښت له امله ناروغانې له ستونزو سره مخ دي

د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو کمښت له امله روغتیايي خدمتونو ته د ښځینه ناروغانو لاسرسی محدود شوی. د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې شمس‌العارفین کلینیک د یاد ریاست تر څار لاندې نه دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري فعالیت کوي.

د بلخ دهدادي ولسوالي کې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالي په «کود برق» سیمه کې یې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا وايي چې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

لوګر کې پر نس‌ناستې ناروغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

د لوګر د ولایتي روغتون مسوولان وايي، د هوا په ګرمېدو سره دغه ولایت کې پر نس‌ناستې ناروغي د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

دوی زیاتوي چې تېره یوه اوونۍ کې ولایتي روغتون ته ۲۰۰ ماشومان چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته وو، د درملنې لپاره یې مراجعه کړې ده.