Asset 1SWN

جوزجان کې د «پاپړ پخولو» یوې کارخونه کې ۱۰۰مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې

جوزجان-3

فاطمه چې خاوند یې مړ شوی او د خپلو شپږو یتیمو ماشومانو یوازینۍ سرپرسته ده، هره ورځ له سهار تر ماښامه د جوزجان مرکز شبرغان ښار په یوې څنډه کې د «پاپړو» په یوې کارخونه کې کار کوي.

فاطمه خپل ورځنۍ اړتیاوې او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لګښت له همدې لارې پوره کوي. نوموړې له حکومت غواړي چې د تولیدي کارخونو او کارموندنې برخه کې دې له سوداګرو مېرمنو ملاتړ وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د «پاپړو پخولو» د یادې کارخونې یوه بله کارکوونکې بصیره وايي چې د ورځې ۱۳۰ افغانۍ عاید لري. د نوموړې په وینا، هغه مېرمنې چې د کورنۍ سرپرستي وتر غاړې ده، تولیدي کارخونو کې دې ورته د کار کولو زمینه برابره شي.

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د «پاپړو پخولو» یادې کارخونې مالک ګلبدین وايي چې د بې‌سرپرسته، بې‌وزله مېرمنو څخه د ملاتړ لپاره یې د یادې کارخونې مسوولیت خپلې مېرمنې او ننګور ته ورسپارلی دی.

هغه وویل چې اوس دغه کارخونه کې څه باندې ۱۰۰ مېرمنې پر کار بوختې دي او دوی هڅه کوي، څو نورو مېرمنو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ امر نیازمحمد تواب وايي چې له دغه ریاست څخه شاوخوا ۲۰ سوداګرو مېرمنو د کار کولو جواز اخیستی چې په وینا یې، د مېرمنو وړتیاوو لوړولو او دوی ته د کارموندنې زمینې برابرولو برخه کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه چې هره ورځ په تولیدي او د خیاطۍ کارخونو کې د ښځو او نجونو شتون په ډېرېدو دی او دوی په پام کې لري چې دغه ولایت کې له مېرمنو د ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه جوړ کړي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ امریت د معلوماتو او شویو سروې‌ګانو پر بنسټ، دا مهال دغه ولایت کې ۳۵۰۰ مېرمنې او نجونې د خیاطۍ او تولیدي کارخونو کې پر دندو بوختې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام